Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کرېکټ ملي لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې لوبلړۍ کې له بریا وروسته هېواد ته راستنه شوه

د کرېکټ ملي لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې لوبلړۍ کې له بریا وروسته هېواد ته راستنه شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/14

د کرېکټ ملي لوبډله له بنګله ‌‌دېش لوبډلې څخه د یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ له ګټلي جام سره د چهارشنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د لړم پر ۲۳ مه) هېواد ته راستانه شوه.

په کابل کې د ملي لوبډلې د اتلولۍ نمانځنې لپاره مراسم نيول شوي او ګډونوال د ملي لوبغاړو له لوري د ښه‌ مديريت او غوره لوبې ستاینه کوي.

د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر هم مني چې له بنګلدېش لوبډلې سره په ترسره کړو وروستيو لوبو کې يو لړ نيمګړتياوې وې، خو په خبره يې له زمبابوې لوبډلې او دغه راز د چمپين ټرافي سياليو وړاندې به د دغو نیمګړتیاوو د پوره کولو هڅه وشي.

لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي وايي: « موږ ته اسانه نه و، خو په هر حال موږ باید په سټرایک روټېشن باندې نور کار هم وکړو؛ ځکه چمپين ټرافي را روانه ده او د دې لپاره موږ له زیمبابوې سره یو بل سریز هم لرو. کرېکټ بورډ خبرې روانې کړې او ښايي یو بل سریز هم ولرو. دا به زموږ لپاره ډېر ښه وي او هڅه به کوو چې پر هغو ځایونو کار وکړو چې نیمګړتیاوې او مشکلات په کې لرو.»

لوبډلمشر ډاډ ورکوي چې د کرېکټ نړيوالې شورا په نوښت د راتلونکي کال په فبرورۍ کې د چمپين ټرافي سياليو لپاره بشپړ چمتووالی لري او ملي لوبډله به له خپل ظرفيت په ګټنې سره ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

شهیدي تمه لري توپ اچوونکی مجيب ‌الرحمن ځدراڼ او توپ وهونکی ابراهيم ځدراڼ چې دا مهال یې درملنه روانه ده، د چمپین ټرافي تر سياليو پورې له ملي لوبډلې سره يو ځای شي.

هغه په دې اړه وايي: « د ابراهیم تشه محسوس کېده، ځکه هغه پنځه که شپږ سلیزې وهلې دې او بله خبره دا ده چې له ګربز سره یې کمبېنېشن ډېر ښه جوړ دی. مجیب هم له ډېر وخت راهیسې د ګوتې له خوا ژوبل دی او درملنه یې ډېره اوږده شوه. خدای وکړي ډېر ژر روغ شي او ټیم ته راشي؛ ځکه د ټیم اړتیا ده. د کرېکټ بورډ له خوا د هند ممبی ته استول شوی او تمه لرو چې ژر تر ژره روغ شي او لوبډلې ته راشي. »

د کرېکټ نړيوالې شورا د درجۍ بندۍ له مخې، افغانستان او بنګله دېش ملي لوبدلې ۸۵ امتيازونه لري، خو افغانستان د ځینو نورو امتیازونو له مخې له بنګله دېش یو څه مخکې دی.

له دې سره جوخت، د ملي لوبډلې پيليزتوپ وهونکی صدیق‌الله اتل وایي، ډاډ دی چې په راتلونکو نړيوالو سیالیو کې به لا ښه وځلیږي.

اتل زیاتوي: « تر هغو چې له نړیوال کرېکټ سره عادت کېږې، لږ وخت ته اړتیا ده. زه پوره کوښښ کوم چې له سینیر لوبغاړو زده کړه وکړم او تجربې یې واخلم. هو! نیمګړتیاوې خامخا شته، خو زه پوره هڅه کوم چې بل ځل لوبډلې ته راځم، نو له یوه ښه مورال سره راشم او ښې لوبې وکړم.»

د افغانستان ملي لوبډله روان کال په یو ورځنیو سیالیو کې له نورو لوبډلو سره هم لوبې لري. ټاکل شوې افغان ملي لوبډله زېمبابوې ته سفر وکړي او له د دې هېواد له ملي لوبډلې سره به د ډسمبر له نهمې د درې ش۲۰ اووریزو، درې ۵۰ اووریزو او دوو ټېسټ لوبو لړۍ پیل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026
پکتیا ولایت کې د ۳۶ کرېکټ کلبونو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې
لوبې

پکتیا ولایت کې د ۳۶ کرېکټ کلبونو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

مې 19, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې
لوبې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې هند سره د سیالیو لپاره تمرینات پيل کړل
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې هند سره د سیالیو لپاره تمرینات پيل کړل

مې 12, 2026
د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي
لوبې

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist