کراچۍ کې چاودنې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د پاکستان کراچۍ ښار کې لس تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د چارواکو په وینا په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ته نور ټپیان دي.
په ورته وخت کې د ښار پولیسو او روغتیايي چارواکو هم دا مرګ ژوبله تایید کړې ده.
پولیس تر اوسه نه دي توانیدلي چې د برید ډول او د دغه برید موخه تر اوسه نا مالومه ده.
چارواکي وايي، دا برید د کالیو او خوراکي توکو په یوه مارکیټ کې شوی چې د خلکو ډيره ګڼه ګوڼه پکې وه.
پولیسو د برید نور جزییات نه دي ورکړي او تر اوسه د دغې برید مسوولیت هم چا په غاړه نه دی اخیستی.