د هېواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د جګړو له امله لسګونه کورنۍ کابل ته راکډه شوي او په خورا بد حالت کې شپې او ورځې سبا کوي.
دوی د کابل ښار په يوه عمومي پارک کې مېشت شوي،چې دولت ورسره تراوسه لومړنۍ مرستې نه دي کړي خو ځايي خلکو ورسره د اوبو او خوراکي توکو په وېشلو همدردي ښودلې.
دلته تنکي ماشومان، ښځې او ناروغان پر سره ځمکه د لمر سوځونکو وړانګو ته ناست دي، خو وایيي، دا ټول ورته د جګړې له اور اسان ځکه دي،چې جګړې ورڅخه د کورنۍ غړي اخېستي دي.
له کندزه کابل ته بې ځايه شوی وايي:« کور مو همداسې ورته پرېښود. قفل مو هم نه کړ. نور نه پوهېږم،چې څه به شوي وي.»
ډېری ښځې له خپلو مړونو او بچانو خبرې نه دي،چې جګړه کې قرباني شوي او که په بله تللي،خو ښځو يې د ښار له نورو سړيو سره ماشومان او ناروغان راويستي او تر کابله راغلي دي.
له کندزه کابل ته بې ځایه شوې وايي:« موږ در په در شولو. خاوند مې ټپي شو. هغه بېرته وطن ته ولاړ. زه داسې بد حالت کې یمه. په خبره نه پوهېږم. سر مې درد کوي. زموږ حال ډېر خرابه دی.»
بې ځایه شوي پر طالبانو نیوکه کوي،چې پرعامو خلکو یې د ژوند کړۍ تنګه کړې او پر حکومت له دې امله نیوکې لري،چې عام خلک یې د جګړو سیمو کې یوازې پرېښې دي.