Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ته  له شماله بې ځایه شوې کورنۍ: په بد حالت کې شپې ورځې سبا کوو 

admin by admin
2021/08/10

د هېواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د جګړو له امله لسګونه کورنۍ کابل ته راکډه شوي او په خورا بد حالت کې شپې او ورځې سبا کوي. 

دوی د کابل ښار په يوه عمومي پارک کې مېشت شوي،چې دولت ورسره تراوسه لومړنۍ مرستې نه دي کړي خو ځايي خلکو ورسره د اوبو او خوراکي توکو په وېشلو همدردي ښودلې.

دلته تنکي ماشومان، ښځې او ناروغان پر سره ځمکه د لمر سوځونکو وړانګو ته ناست دي، خو وایيي، دا ټول ورته د جګړې له اور اسان ځکه دي،چې جګړې ورڅخه د کورنۍ غړي اخېستي دي.

 له کندزه کابل ته بې ځايه شوی وايي:«  کور مو همداسې ورته پرېښود. قفل مو هم نه کړ. نور نه پوهېږم،چې څه به شوي وي.» 

ډېری ښځې له خپلو مړونو او بچانو خبرې‍‍‍ نه دي،چې جګړه کې قرباني شوي او که په بله تللي،خو ښځو يې د ښار له نورو سړيو سره ماشومان او ناروغان راويستي او تر کابله راغلي دي. 

له کندزه کابل ته بې ځایه شوې وايي:« موږ در په در شولو. خاوند مې ټپي شو. هغه بېرته وطن ته ولاړ. زه داسې بد حالت کې یمه. په خبره نه پوهېږم. سر مې درد کوي. زموږ حال ډېر خرابه دی.» 

بې ځایه شوي پر طالبانو نیوکه کوي،چې پرعامو خلکو یې د ژوند کړۍ تنګه کړې او پر حکومت له دې امله نیوکې لري،چې عام خلک یې د جګړو سیمو کې یوازې پرېښې دي.

له کندزه  کابل ته بې ځایه شوې وايي: « ډاکټر عبدالله عبدالله هغه وخت ۵۰  – ۵۰ سلنه نه منله، خو اوس چېرته  دی؟ راشه! د تورن اسماعیل پرڅېر زموږ بچیان وژغوره، سرتېري مو وژغوره.» 

له کندزه کابل ته بې ځایه شوې:« زموږ نارینه ټپيان شوي، په کور کې پراته دي. زه دلته یوازې راغلې یمه.» 

اخوا مسوولې ادارې بیا د جګړو له امله د بې ځایه شویو شمېر تربل هروخت زیات بولي او زیاتوي،چې بېځایه شویو ته د مرستو رسولو بهیر هم ستونزمن شوی دی.

د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل د بې ځايه شویو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او زیاتوي،چې د جګړو له امله تېر يوه کال کې پينځه ميليونه کسان  خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. 

لعل ګل زیاته کړه:« جګړه بس کړئ او د سولې رېښتینې خبرو ته راوګرځئ. نور ولسي خلک د خپلو موخو  لپاره مه قرباني کوئ.» 

کورنیو چارو وزارت د ملکي تلفاتو او پر کوردننه د کورنیو بې ځایه کېدو اصلي عاملين طالبان بولي، خو طالبان بیا دا ادعا ردوي.

د یاد وزارت ویاند میروس ستانکزی وایي:«  وسله وال طالبان په خپله جګړه کې پر ملکي وګړو هېڅ ډول رحم نه کوي. دوی ان ماشومان خپل هدف ګرځوي. دوی د خلکو له  کورونه د سپر په توګه کار اخلي. تاسې حتما شاهدان یاست،چې دوی په ځېنو ولایتونو کې په کوڅو او سړکونو کې ماشومان پر مرمیو وېشتي دي.» 

د جګړې پر اړخونو تل دا غږ دی،چې د ملکيانو ژوند ته پام دې وکړي، خو هلمند، کندز، کندهار، لغمان، هرات او نمروز هغه ولایتونه دي،چې د روانو جګړو له امله یې زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي او پرته له سرپنا سخت ژوند تېروي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist