قطر د غزې تړانګې ملکي او نظامي کارکوونکو ته معاشونه ورکوي.
قطر به د غزې تړانګې پولیسو او یو شمیر ملکي کارکوونکو ته معاش ورکوي.
قطر حکومت دغه نظامیانو او ملکیانو ته اوس مهال ۱۵ میلیونه قطري پیسې ځانګړې کړې دي.
په دې معاش کې هغه ځوانان نه دي شامل چې د حماس ډلې پورې اړه لري.
قطر وايي، دا د هغو ۹۰ میلیونو ډالرو مرستو په څوکاټ کې ورکول کیږي چې د راتلونکو ۶ میاشتو په ترڅ کې به غزې تړانګې ته استول کیږي.
ویل کیږي چې دا پیسې به غزې ته د اسراييلو په اجازه ورځي او دا د هغوی شرط دی چې د اسلامپالو بنسټونو غړو ته باید ور نه کړل شي.
حماس چې په غزه کې فعاله اسلامپاله ډله ده له ۲۰۰۷ کال راهیسې یې تر اوسه یې ۴۰ زره کسان جذب کړې دي.
اخوا یو شمیر نور بیا وايي، قطر غواړي په دې کار سره په سرحد کې د لاریونونو مخه ونیسي.
دغه لاریونونه هره جمعه د دې لپاره کیږي چې د غزې اوسیدونکي د لویدیځې تړانګې یو شمیر سیمې د فلسطین خاوره ګڼي او له اسراييلو غواړي چې دوی ته یې پریږدي.