یمن؛ یوه میاشت کې سعودي او حوثیانو ۲۰۰ یمنیانو ته مرګ ژوبله اړولې
د یمن په حدیده ښار کې په یوه میاشت کې کابو ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ملګروملتونو مرستندویه ادارې وايي، دغه وژنې د سعودي ایتلاف او حوثي یاغیانو ترمنځ په جګړه کې شوې دي.
د بشر حقونو اداره وايي، اوسمهال زرګونه کسان د جګړې په سیمو کې بند پاتي دي چې نه یې د تښتې لار شته او نه ورته مرستې رسیږي.
ملګري ملتونه وايي، په دې میاشت کې په حدیده بندري ښار کې نږدې سل تنه وژل شوي او کابو سل نور ټپیان دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي دغه شمیر کسان د سعودي ایتلاف او د حوثي یاغیانو ترمنځ جګړه کې وژل شوي دي.
د ملګروملتونو د کډوالو اداره شبیه مانتو وویل، ((په دې وروستیو کې د حدیدې ښار په شاوخوا کې جګړې ډیر زور اخیستی دی. په ځانګړې توګه په ختیځه او لویدیځه برخه کې، د دې جګړه له امله یوازې په تیرې اکټوبر میاشت کې ۹۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۹۵ تنه نور ټپیان دي. همدا راز په دې موده کې روغتونونو او استوګنیزو ودانیو ته هم ډیر زیان اوښتی دی.))
مانتو وايي، په حدیده کې وضعیت ډير اندیښنې وړ دی. هغه زیاتوي چې ګڼ شمیر کسان په جګړه اییزو سیمو کې بند پاتې دي او چې وغواړي وتښتي هم نشي تښتیدلی. هغوی د خپلو مرستو د نه رسیدو لامل هم په سیمه کې سخته جګړه یادوي.
د ملګروملتونو تازه راپور وايي، د ټپیانو د درملنې مخه نیول کیږي او هغوی چې غواړي روغتون ته ولاړ شي د ناامنۍ له امله نشي تللی.
د یونیسف ویاند کریستوف بولیراک وویل، ((نا امني، روغتون ته د ناروغانو د ورتګ مخه نیسي. یو ډاکټر ماته و ویل چې هره ورځ ورته له ۲ زرو تر ۲ نیم زرو ناروغان ورځي، خو هغه ماته و نه ویل چې اوس څومره ناورغان لري، ماته هغه ډاکټر و ویل چې د ناروغانو ورتګ ورځ تر بلې د نا امنۍ له امله کمیږي.))
د سعودي ایتلاف او حوثیانو جګړه له تیرو څلورو کلونو راهیسې پیل شوې چې تر دې دمه پکې له لس زرو زیات کسان وژل شوي او سلګونه زره نور له خپلو سیمو او کورونو وتلو ته اړ شوي دي.