سومالیا کې چاودنو ۲۰ تنه ووژل.
سومالیا کی د درېو پرلپسې چاودنو له امله کابو ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
چارواکي وايي، دوه چاودنې په موټرو کې د ځای په ځای شویو بمونو له امله وې او دریمه چاودنه له ګڼې ګوڼې په ډکه یوه کوڅه کې وشوه.
په دې چاودنو کې، چې د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې شوي، ۲۰ تنه مړه او ۱۷ نور ټپیان دي.
د سیمې د پولیسو په وینا د بریدګر موخه یو مشهور هوټل و خو خپلې موخې ته و نه رسید او د هوټل شاوخوا یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د چاودنې د لمبو له امله لسګونه کسان ژوندي هم سوځیدلي دي.
د برید مسوولیت د دغه هیواد سخت دریځې ډلې، الشباب په غاړه واخیست.