Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تحلیل کوونکي: له تکراري څېرو سره خبرې د افغانستان ستونزه نه شي حل کولی

امریکا يو پاکستانی وګړی د ټرمپ ترور قضيه کې ښکېل پېژندلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/08

د ټاکنيزو منډو ترړو پرمهال د امريکا مخکېني ولسمشر ډونالډ د ترور هڅې په دې هېواد کې پر کشفي ادارو نيوکې زياتې کړې او پر کانګرس سربېره عام امريکايان هم د ولسمشر جوبايډن له ادارې وضاحت غواړي، چې څنګه د ولسمشريزو ټاکنو نوماند د ترور هڅه په نطفه کې نه ده شنډه شوې؟

اوس تازه د امريکا عدليې وزارت په دې اړه د څېړنې په يایله کې ۴۶ کلن اصف مرچنټ چې د پاکستان تبعه دی، په دې پېښه کې پر لاس لرلو تورن کړی.

دغه وزارت ویلي، مرچنټ په اپریل کې له یوه کس سره اړیکه نيولې او ترې په دې پېښه کې د همکارۍ غوښتنه کړې، خو نوموړي کس د همکارۍ برعکس پوليسو ته اطلاع ورکړې.

د وزارت په خبره، مرچنټ د ايران له لوري د پيسو په مقابل کې ګومارل شوی او په دې توګه تهران له واشنګټن څخه د قاسم سليماني د ترور د غچ اخيستلو هڅه کوله.

دغه وزارت زیاتوي:« په هغې جنایي دوسیې کې چې د نیویارک په بروکلین محکمې کې اصف مرچنټ ته پرانیستل شوې، ویل شوي چې مرچنټ په متحده ‌ایالتونو کې د خلکو د استخدام په لټه کې و، څو د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني غچ واخلي.»

د سیاسي چارو کارو پوهان وايي، په دې پېښې سره ډېر مسووليت پاکستان ته هم راجع دی او په خبره يې له دې سره يې په ترهګرۍ کې د لاس نه لرلو په برخه کې باور راکم شو.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« پاکستان اوس خپل اعتماد په نړۍ کې له لاسه ورکړ، امریکا اوس نه شي کولی د پاکستان ملاتړ وکړي، ټولې نړۍ ته ثابته شوه، چې پاکستان د تروریستي ډلو ځاله ده. امریکا اوس باید هغه لوبې ترسره کړي، د پاکستان مسوولیت له خپل سر خلاص کړي.»  

ځېنې نور بیا وايي، د امريکا پر مخکنېي ولسمشر ډونالډ ټرمپ شوي برېد کې د پاکستاني وګړو ښکېلتيا دا ثابتوي، چې پاکستان د ترهګرۍ د ترويج لوی ادرس دی او اړتيا ده، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نړيوالو هڅو کې پر پاکستان فشارونه زيات شي.

په نړيواله کچه په ترهګريزو او هدفي بريدونکو کې د پاکستاني وګړو ښکېلتيا نوې خبره نه ده، خو کارپوهان ټينګار کوي، چې د ترهګرۍ په تمويل او تجهيز کې د پاکستان کرادار ته په کتو، ښايي په بريدونو کې د دې هېواد د وګړو ښکېلتيا دوامداره شي او د مخنيوي لپاره يې اړتيا ده، چې نړيوال د پاکستان په اړه خپل ليدلوری بدل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist