بېګېنګ که بېجېنګ؛ پاکستان د دولتي تلوېزیون مشر د همدې غلطۍ امله ګوښه کړ
پاکستان د دولتي تلوېزیون سرپرست وروسته له هغه لرې کړ چې چین ته د لومړي وزیر عمران خان سفر په وخت کې یې ټلوېزیون کې د بېجنګ پر ځای یې بېګېنګ یا سوالګري لیکلې وه.
هغه مهال لومړی وزیر عمران خان چین ته د مرستو اخېستلو لپاره تللی و.
د رويټرز خبر له مخې د پاکستان دمالوماتو وزارت حسن عماد محمدي له کار څخه څو اونۍ تېرېدې چې ګوښه شو.
د عمران خان د خبر پر مهال دولتي ټلوېزیون ( پي ټي وي) د ۲۵ ثانیو لپاره د غلطۍ لپاره بخښنه هم غوښتې وه.
د پاکستان د مالوماتو وزارت ویلي چې محمدي یې د دغه غلطۍ له امله نه دی لرې کړی بلکې دا یوه عادي خبره ده.