جرمني: له اروپايي ټولنې سره د بريټانیا موضوع باید یو طرفه شي.
د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا میرکل غواړي چې د بریکسېټ بهیر ژر یو طرفه شي.
انګیلا میرکل وايي، بریټانیا سره به له جلا کیدو وروسته هم غوره اړیکې ولري ځکه هغه هم د اروپا په یوه بلاک بدلیږي.
له اروپايي ټولنې د جلا کیدو د بهیر ستره ستونزه اوس مهال د شمالي ایرلنډ ده چې غواړي په اروپايي ټولنه کې پاتې شي.
په پام کې وه چې دا بهیر روان نومبر میاشت پاې ته ورسیږي او د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې په بشپړه توګه و وځي.