Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د پنېر پلورونکي د بازار له نشتوالي شکایت کوي

ننګرهار کې د پنېر پلورونکي د بازار له نشتوالي شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/05

د کونړ ـ جلال آباد پر لویه لار د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند د پنېرو هټیو پر دې لاره د تلوونکو او راتلوونکو خلکو پام ځانته را اړولی.

د پنېرو یو شمېر پلورونکي وايي، په وروستیو کې د پنېرو د پېر او پلور بازار خراب شوی چې په دې برخه کې د اړوندو ادارو د مرستې غوښتنه کوي.

د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د پنېرو یو تن پلورونکی وايي:« له دې ځایه ټولو ۳۴ ولایتونو ته پنېر ځي. بهر ته هم ځي، اوس هم ما شاوخوا یو من پنېر ورکړ، امریکا ته یې یوړو.»

د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د پنېرو یو بل پلورونکی بیا وايي:« هټۍ دې راته جوړې کړي، شیشې ولګوو، څه مرسته دې هغوی وکړي او څه به موږ وکړو، نو په دې سره به زموږ پنېر له ګردونو هم بچ شي.»

پنېر پلورونکي وايي، د کوز کونړ ولسوالۍ پنېرو د پلورنې په موخه د هېواد له ګوټ ګوټ سیلانیان او د پنېرو پېرېدونکي ورته راځي.

اخوا د پنېرو پېرېدونکي بیا وايي، د دغې ولسوالۍ پنېر له سوچه شېدو جوړ، ښه خوند او مزه لري چې له همدې امله یې پر دغې لارې  د تګ راتګ پرمهال له ځانه سره وړي.

د پنېر یو تن پېرېدونکی وايي:« شاوخوا شپږ میاشتې وشوې، چې زه دا پنېر وړم. دا پنېر د فشار لرونکو کسانو لپاره ډېر ښه دی. موږ په کور د فشار لرونکي ناروغان لرو، د هغوی لپاره دا ډېر ښه دی، چې مالګه په کې لږ کمه ده. د دې پنېر کیفیت ډېر ښه دی.» 

په ورته مهال د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین د پنېر پلورونکو ستونزې مني او زیاتوي؛ هڅه کوي چې پنېر پلورونکو ته د مناسب بازار ترڅنګ له هېواده بهر د لېږد زمینه هم برابره کړي.

د  دغه ریاست د مالوماتو له مخې، د دغه ولایت په کوز کونړ، دره نور او جلال آباد ښار کې د پنېر پلورنې لسګونه هټۍ شتون لري، چې سلګونه کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي
اقتصاد

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026

وروستي خبرونه

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist