Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه ناسته کوي

ملګري ملتونه: نړۍ د بلې جګړې توان نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/16

پر اسرائیلو د ایران د وړمې ورځې له پراخو بریدونو وروسته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسرائیلو په غوښتنه بېړنۍ ناسته کړې.

په دې ناسته د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتيرېش په سیمه او نړۍ کې د جګړو له پراخېدا اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې نړۍ د پرځېدو پر زۍ ولاړه ده او هر ناسنجیده عمل کولی شي پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي.

ګوتیرېش ویلي، نړۍ د بلې جګړې توان نه لري او د سیمې او نړۍ امنیت د هرې ورځې په تېرو د خرابېدو په حال کې دی.

هغه پر اسرائیلو د ایران  برید غندلی او له ښکېلو خواوو یې د جګړې د پراخېدا مخنیوي غوښتنه کړې.

ګوتیرېش زیاته کړې:« سیمه‌ییزه او په حقیقي ډول نړیواله سوله او امنیت د هر ساعت په تېرېدو سره کمزورې کېږي. سیمه او نړۍ د بلې جګړې توان نه لري.»

بل پلو په امنیت شورا کې د روسیې دایمي استازي واسلي نيبينزیا دغه شورا د ورته مسایلو په حل کې په دوه ګوني چلن تورنه کړه.

نوموړي ويلي، ياده شورا د پېښو په حل کې د هېوادونو موقف ته په کتو چلن کوي او په خبره یې  امنیت شورا يې د سوریې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو له برید وروسته د بېړنۍ ناستې غوښتنه نه ده منلې.

هغه زیاته کړې:« دا ډېر د تاسف ځای دی، چې د نن ورځې د ناستې خلاف، تاسو د اپریل په دویمه نېټه د ورته ناستې وړاندیز ته مثبت ځواب ورنه کړ.»

دغه راز د چین استازي هم پر اسرائیلو د ایران برید له ځانه د دغه هېواد د دفاع حق بللی او له دواړو خواوو یې د نرمښت او ارامۍ غوښتنه کړې.

بل پلو په امنیت شورا کې د امریکا استازي رابرټ ووډ د ایران برید غندلی او دغه اقدام یې نه یوازې د اسرائیلو بلکې په سیمه کې د خپلو ملاتړو هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ بللی.

نوموړي ویلي، ایران په دوامداره توګه نړیوال اصول او قوانین تر پښو لاندې کړي او ویلي يې دي، چې امنیت شورا مکلفیت لري څو د دې برید په تړاو ایران ځواب ویونکی کړي.

ووډ وايي:«  ایران دغه برید نه یوازې اسرائیلي وګړو ته ګواښ دی، بلکې د اردون او عراق په ګډون په سیمه کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونوته ګواښ دی. امنیت شورا ملکلفیت لري، چې اجازه ورنه کړي د ایران ورته کړنې بې ځوابه پاتې شي. په حقیقت کې ایران په ښکاره توګه خپل نړیوال ملکلفیتونه نقض کړي.»

د دې ترڅنګ پر اسرائیلو د ایران د وړمې ورځې له برید وروسته ګڼو هېوادونودغه برید بېلابېل غبرګونونه ښودلي.

د افغانستان په ګډون د سیمې ګڼو هېوادونو یاد برید په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو د برید پر وړاندې ځوابي برید بللی.

خو بل پلو د بریټانیا، جرمني او فرانسې په ګډون د ناټو سازمان غړو هېوادونو دغه برید غندلی او د امریکا ولسمشر جوبایډن که څه هم د اسرائیلو پر ملاتړ ټینګار کړی؛ خو  له اسرائیلو څخه یې غوښتي چې په راتلونکي کې له بالمثله عمل څخه وړاندې امريکا په جریان کې کړي.

شریک یې کړ ئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist