هند کې د نړۍ تر ټولو اوږده مجسمه پرانیستل شوه.
دا مجسمه چې د هند د پلار سردار پاټېل ده، د نریندرا مودي په لاس به پرانیستل شوه.
دا مجسمه د هند په ګجرات کې جوړه شوې چې کار یې په دې وروستیو کې بشپړ شوی دی.
سردار پټېل د اوسپنیز سړي په نوم هم یادیږي چې د هند د لویې وچې ۵۰۰ جلا برخې یې راټولې کړې او یو هند یې ترې جوړ کړ.
ددې مجسمې اوږدوالی ۲۴۰ متره دی چې له اوسپنې او برونزو جوړ دی او د امریکا د ازادۍ له مجسمې یې دوه چنده اندازه لویه ده.
دا مجسمه د ۴۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده.
دا مجسمه به په چین کې د بودا تر مجسمې چې ۱۵۳ متره ده هم اوږده وي.