ټرمپ وايي، له چین څخه سوداګریزه جګړه ګټو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي له چین سره ستر سوداګریز تړونونه لري خو که بریالي نشي بیا به پر چین د څو میلیاردو ډالرو بندیزونه ولګوي.
ټرمپ وايي، پر چین یې ګڼې تعرفې لګولي او نږدې دي چې سوداګریزه جګړه ترې وګټي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له چین د سوداګریزې جګړې د ګټلو خبر ورکړ.
ډونالډ ټرمپ وايي چین یې سوداګرۍ ته ډیر ګواښ پیښ کړی او امریکا یې د اقتصاد له پلوه ډيره ژوبله کړې وه.
هغه وايي اوس د امریکا نوبت دی چې دا جګړه وګټي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، ((دا روښانه موضوع ده، هغه څه چې چین وکړل زموږ د هیواد اقتصاد یې پرې ډیر خراب کړو اوس زموږ وار دی او دا جګړه به موږ ګټو، تاسې به یې ډیر ژر واورئ چې دا جګړه موږ وګټله.))
ټرمپ تر دې وړاندې هم د چین پر له ۲۰۰ زیاتو شرکتونو او بنسټونو تعرفې لګولې وې.
سپینې ماڼۍ څو اونۍ وړاندې دا اعلان وکړ چې چین ته یې سلګونه میلیارده ډالره زیان هم اړولی دی.