هند او جاپان د اړیکو پر پراختیا هوکړه وکړه.
دغه هوکړه د اقتصادي همکاریو لپاره د دواړو هیوادونو د لومړیو وزیرانو ترمنځ وشوه.
د جاپان لومړی وزیر شینزو آبې چې له تېرې اونۍ راهیسې له چین او هند سره د ډيپلوماټيکو او سوداګریزو اړیکو د رغېدو په موخه سفر پیل کړی، هند ته رسېدلی.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي، دا ځل یې له جاپان سره ۷۵ میلیاردو ډالرو په کچه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
دا هوکړې وروسته له هغې لاسلیک کيږي چې جاپان او هند دواړه له چین سره په سرحدونو کې ستونزې لري.