د لوړو زده کړو وزارت پرمشرۍ د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس وروستۍ ورځ د کوز کونړ ولسوالۍ کې د ډاکټر تیتسو ناکامورا پارک کې ترسره شوه او د اقلیم بدلون په تړاو د علمي څېړونکو لخوا په کې پوسټر پرېزینټېشنونه وړاندې شول.
چارواکي وايي، له دغه کنفرانس یې ښې پایلې ترلاسه کړي او نړیوالو ته به وښودل شي، چې د صنعتي هېوادونو د زیان رسوونکو ګازونو له کبله د افغانستان هوا ککړه او د اقلیم بدلون برخه کې یې ستر زیان کتلی، د تودخې درجه ورسره له یو اعشاریه شپږو تر یو اعشاریه اتو لوړه شوې ده.
د ننګرهار پوهنتون استاد عصمتالله دورانی وايي: « د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین هم له موږ سره ناست شوي او د دوی ځينې ډیټاګانې هم زموږ په کار دي تر څو یوه جامع پالېسي؛ یوه هم نه دوه یا درې پالېسۍ د دې کانفرانس له لارې راوباسو او بیا به د لوړو زده کړو وزارت له لوري له نورو وزارتونو سره شریکې شې.»
د ننګرهار پوهنتون علمي معاون احسان الله ناصح وايي: « سل مقالې چې د کنفرانس په محورونو او معیارونو برابرې وې، د هېواد او نړۍ له بېلابېلو پروفسورانو او استادانو له خوا وړاندې شولې.»
دې کنفرانس کې له بېلابېلو هېوادونو څخه ۱۱ علمي څېړونکو هم ګډون کړی وو او وې ویل، افغانستان له اقلیمي بدلون ستر زیان لیدلی او نړیوالو ته به پيغام ورسوي چې ځپل شوی افغانستان له پامه ونه غورځوي او دې برخه کې یې لاسنیوی وکړي.
د دوی په خبره، په دغې برخه کې د افغانانو هم دا مسوولیت دی چې د اوبو ذخیره کولو لپاره دې عامه پوهاوی وکړي.
د اوبو د مديريت څېړونکی دوکتور الحمید سجني وايي: « هر افغان او هر کس مکلف دی چې زدهکړې وکړي او د اوبو د مديريت مهارت ترلاسه کړي؛ ځکه اوبه د اوسنۍ ستونزې د بحث عمده ټکی دی.»
په ورته مهال د جاپان هېواد د پي.ایم.اېس موسسې استازې وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون ناوړه څپې ځپلی او په همدې موخه يي په ننګرهار کې د ۱۶۰۰ څاه ګانو په کډون ګڼ کانالونه جوړ کړي او دغه لړۍ به دوام ولري.
د یادې موسسې استازې زیاتوي: « په افغانستان کې وچکالي ډېره زیاته ده. اوس هم پي.ایم.اېس سره کار په کار دی او موږ په دې برخه کې خپلې هڅې کوو.»
په دغه کنفرانس کې د هېواد او یو شمېر نړیوالو څېړونکو له لوري د اقلیم بدلون په تړاو لیکل شوې علمي مقالې او د اقلیم بدلون د ناوړه پایلو د مخنیوي په تړاو د اسلامي امارت اړوند وزارتونو ته طرحې او کړنلاره چمتوشوې.