Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس پای ته ورسېد

د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس پای ته ورسېد

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/13

د لوړو زده کړو وزارت پرمشرۍ د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس وروستۍ ورځ  د کوز کونړ ولسوالۍ  کې د ډاکټر تیتسو ناکامورا پارک کې ترسره شوه او د اقلیم بدلون په تړاو د علمي څېړونکو لخوا په کې پوسټر پرېزینټېشنونه وړاندې شول.

چارواکي وايي، له دغه کنفرانس یې ښې پایلې ترلاسه کړي او نړیوالو ته به وښودل شي، چې د صنعتي هېوادونو د زیان رسوونکو ګازونو له کبله د افغانستان هوا ککړه او د اقلیم بدلون برخه کې یې ستر زیان کتلی، د تودخې درجه ورسره له یو اعشاریه شپږو تر یو اعشاریه اتو لوړه شوې ده.

د ننګرهار پوهنتون استاد عصمت‌الله دورانی وايي: « د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین هم له موږ سره ناست شوي او د دوی ځينې ډیټاګانې هم زموږ په کار دي تر څو یوه جامع پالېسي؛ یوه هم نه دوه یا درې پالېسۍ د دې کانفرانس له لارې راوباسو او بیا به د لوړو زده کړو وزارت له لوري له نورو وزارتونو سره شریکې شې.»

 د ننګرهار پوهنتون علمي معاون احسان الله ناصح وايي: « سل مقالې چې د کنفرانس په محورونو او معیارونو برابرې وې، د هېواد او نړۍ له بېلابېلو پروفسورانو او استادانو له خوا وړاندې شولې.»

دې کنفرانس کې له بېلابېلو هېوادونو څخه ۱۱ علمي څېړونکو هم ګډون کړی وو او وې ویل، افغانستان له اقلیمي بدلون ستر زیان لیدلی او نړیوالو ته به پيغام ورسوي چې ځپل شوی افغانستان له پامه ونه غورځوي او دې برخه کې یې لاسنیوی وکړي.

د دوی په خبره، په دغې برخه کې د افغانانو هم دا مسوولیت دی چې د اوبو ذخیره کولو لپاره دې عامه پوهاوی وکړي.

د اوبو د مديريت څېړونکی دوکتور الحمید سجني وايي: « هر افغان او هر کس مکلف دی چې زده‌کړې وکړي او د اوبو د مديريت مهارت ترلاسه کړي؛ ځکه اوبه د اوسنۍ ستونزې د بحث عمده ټکی دی.»

په ورته مهال د جاپان هېواد د پي.ایم.اېس موسسې استازې وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون ناوړه څپې ځپلی او په همدې موخه يي په ننګرهار کې د ۱۶۰۰ څاه ګانو په کډون ګڼ کانالونه جوړ کړي او دغه لړۍ به دوام ولري.

د یادې موسسې استازې زیاتوي: « په افغانستان کې وچکالي ډېره زیاته ده. اوس هم پي.ایم.اېس سره کار په کار دی او موږ په دې برخه کې خپلې هڅې کوو.»

په دغه کنفرانس کې د هېواد او یو شمېر نړیوالو څېړونکو له لوري د اقلیم بدلون په تړاو لیکل شوې علمي مقالې او د اقلیم بدلون د ناوړه پایلو د مخنیوي په تړاو د اسلامي امارت اړوند وزارتونو  ته طرحې او کړنلاره چمتوشوې.

شریک يې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist