Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/14

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام( یو.اېن.ډي.پي) له لوري ترسره شوې اقتصادي او ټولنیزې ارزونې پايلې ښيي چې افغانستان په یو وخت کې د پراخې راستنېدنې، وچکالۍ، بشري او د خوړو ناامنۍ له بحران سره مخ دی.


راپور کې ویل شوې، تېر کال نږدې ۳ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي چې له ډلې یې ۹۲ سلنه د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي، یوازې درې سلنه یې پر کار بوخت دي، ۸۱ سلنه یې پوروړي او یوازې ۲۵ سلنه هغه یې زدکړو ته لاسرسی لري.


د ارزونې د پايلو له مخې، په تېر کال کې پر ۱.۹ سلنې اقتصادي ودې سربېره ۲۸ ميليونه افغانان چې د نفوس ۷۴سلنه جوړوي د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي او یوازې ۴۴سلنه هغه يې پاکو اوبو ته لاسرسی لري.


د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازی سټېفن رودریګز وايي:« تاسې د څو شېبو لپاره فکر وکړئ، د نجونو یو بشپړ نسل په ډېرې ارامۍ له زدکړو او له خپلو فرصتونو محرومېږي. دغه راپور راته وايي چې له هرو څلورو افغانانو درې هغه يې چې کابو د ټول نفوس ۲۹ سلنه کېږي، نه توانېږي خپلې لومړنۍ اړتیاوې لکه خواړه، اوبه، انرژي او سرپناه پوره کړي. تر ټولو حیرانوونکې دا ده چې دغه ارقام د تېر کال پرتله بدل شوي او دا مهال د لنډمهال ستونزو له کتاره وتي دي.»


خو له دې سربېره تېر کال د افغانستان کورنی ناخالص تولید ۱۷.۸ مېليارده ډالر و، د ۲۰۲۴ز کال پرتله افغانیو د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت لوړ کړی او په ټوله کې ۱۴.۹ مېلیارد ډالرو په ارزښت يې صادرات او واردات کړي.


د موندنو له مخې، له افغانستان سره بهرنۍ مرستې ۱۶.۵ سلنه راکمې شوي او روغتیايي خدمتونو ته د خلک اړتیا له ۴۱ سلنې ۵۴ سلنې ته زیاته شوې.


په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي پرمختګ او معیشت برخې مشر رېنې ټاوس هانسن هم

دغه هېواد کې د اقتصادي او ټولنیز وضعیت کچه د اندېښنې وړ ګڼي.


هغه زیاته کړې:« د افغانستان اقتصادي او ټولنیز وضعیت اندېښمنوونکی دی، چې د ګواښ تر کچې رسېدلی. په دې برخه کې د اخطار نښې دي، چې باید ورته رسېدنه وشي او ټول باید ورته حللارې ومومو او نږدې ټولو ګډونوالو هغو ټکانونو ته اشاره درولوده، چې دامهال افغانستان ورسره مخ دی، چې یوه په کې د هغو پالیسیو شاک دی چې اوسني حکومت واک ته له رسېدو وروسته عملي کړي او یا یې له پام غورځولي.»


بل پلو په افغانستان کې د جاپان سفیر کنیچي ماساموتو زدکړې د هر هېواد په هر اړخیزه وده کې اساسي فکټور یادوي او ترې د افغان نجونو محرومول د اندېښنې وړ او نه جبرانېدونکی زیان ګڼي.


په ورته مهال ماساموتو د نړیوالو ادارو ترڅنګ له افغانستان سره په اقتصادي او بشري برخو کې د مرستو او ملاتړ د دوام ډاډ ورکوي، خو وايي د یو.‌اېن.‌ډي.‌پي دې تازه اروزونې پايلې ښيي چې افغانستان لا هم له ژورو اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دی.


هغه څرګنده کړې:« په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. د نجونو پر زدکړو او ټولنیز ژوند د محدودیتونه دوام د اندېښنې وړ دی. په نړۍ تاسې داسې هېواد نه شئ ترسترګو کولای چې په کې د نفوسو پر نیمايي برخې بندیزونه وضع شوي وي او د هغوی ظرفیتونه له پام غورځول شوي وي او تاسې پوهېږئ. چې زدکړې د هر هېواد بنسټ جوړوي.»


ورته مهال افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د استازي مرستیاله په ناڅاپي ډول له شپږ تر اووه میلیونو کډوالو راستنېدل له افغانستان د نړیوالو مرستو د تاثیر لاندې راوستو یو لامل ګڼي چې د دوی او د اسلامي امارت له هڅو سره سره لاهم په ستونزو کې دي.


د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د نړیوالو ادارو او هېوادونو ترڅنګ پر اوسني حکومت غږ کوي  چې د یادو ستونزو د حل په موخه هڅو ته دوام ورکړي او ورګرځېدلي مسوولیتونه په سمه توګه ادا کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist