پاکستان د مسکو ناسته کې ګډون کوي.
پاکستان د افغانستان سولې په تړاو د مسکو په ناسته کې ګډون کوي.
اسلام اباد ویلي، لوړپوړي پاکستاني چارواکي چې ښايي مشري یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله تهمینه جنجوعه وکړي په دغه ناسته کې ګډون وکړي.
که څه هم د مسکو ناستې د نېټې کره وخت نه دی په ډاګه شوی، خو راپورونه وايي چې، دغه ناسته به د نومبر میاشتې په لومړیو کې ترسره شي.
تر دې دمخه د مسکو ناسته د سپټمبر میاشتې ۴ مې نېټې ته ځانګړې شوې وه، خو د افغان حکومت په غوښتنه دغه ناسته تر دې دمه وځنډېده.