وروسته له هغې چې پاکستان په کراتو د افغان سوداګرو پر مخ ستونزې جوړې او ډېری لارې یې د ترانزیټ پر مخ وتړلې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین له چین او اروپايي هېواودنو سره د سوداګرۍ په موخه د واخان کورېډور د پرانيستلو غوښتنه کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر یونس مومند وايي: « د واخان کورېډور له لارې چې موږ د چین سرحد ته رسېږو، نږدې زر کیلو مټره یا څه کمه لار ده، موږ غواړو نور له دې لارې ګټه واخلو. د دې لارې د جوړولو لپاره به د افغانستان خصوصي سکټور په هره برخه کې د افغانستان له اسلامي حکومت سره ګام په ګام او اوږه په اوږه ولاړ وي.»
مومند ډاډ ورکوي چې خصوصي سکټور د سوداګرۍ او ټرانزېټ ته د واخان کورېډور د چمتو کولو په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
د مومند په خبره، د واخان له لارې کولای شي چې له چين سره په مستقيمه توګه پر پيوستون سربېره کولی شي ان اروپا ته د فغانستان محصولات ورسوي.
مومند زیاتوي: « په بانکونو لګول شوي بندېزونه نور باید لرې شي او افغان سوداګر په خلاص مټ او خلاصه پښه باید ټولې نړۍ ته سفرونه وکړي او د ویزو ستونزې هم باید هوارې شي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مالي مشر شیرین اغا سخي بیا وايي: « د واخان لاره اوس مهال یوه بدیله لار ده او ورته اړتیا لرو؛ خو موږ د چین له سرحد سره له بدخشانه نورې ډېرې لارې هم لرو او یوه بنسټيزه لار یې دا ده چې باید تونل جوړ شي.»
بل خوا يو شمېر سوداګر لا هم شکايت کوي چې په کراچۍ بندر کې د دوی پر توکو بار موټر ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.
د رخت ټولنې مشر حاجي عبیدالله وایي: « موږ له خپلو مشرانو هېله لرو چې ژر تر ژره موږ ته د واخان بندر لار خلاصه کړي، ځکه اوس مهال زموږ ۸۰ یا ۹۰ سلنه سوداګري له چین سره ده، که خام مواد دي او که پاخه، واردات دي او که صادرات زیات له چین څخه دي.»
سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین زياتوي، له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره د هر اړخیزې سوداګرۍ غوښتونکي دي، خو غوښتنه کوي چې نور هېوادونه هم باید د متقابل احترام د اصل له مخې سالمو سوداګريزو اړيکو ته ژمن شي.