Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سوداګرۍ او پانګونې خونه د بديلې لارې په توګه د واخان لارې د پرانېستلو غوښتنه کوي

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د بديلې لارې په توګه د واخان لارې د پرانېستلو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/29

وروسته له هغې چې پاکستان په کراتو د افغان سوداګرو پر مخ ستونزې جوړې او ډېری لارې یې د ترانزیټ پر مخ وتړلې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین له چین او اروپايي هېواودنو سره د سوداګرۍ په موخه د واخان کورېډور د پرانيستلو غوښتنه کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر یونس مومند  وايي: « د واخان کورېډور له لارې چې موږ د چین سرحد ته رسېږو، نږدې زر کیلو مټره یا څه کمه لار ده، موږ غواړو نور له دې لارې ګټه واخلو. د دې لارې د جوړولو لپاره به د افغانستان خصوصي سکټور په هره برخه کې د افغانستان له اسلامي حکومت سره ګام په ګام او اوږه په اوږه ولاړ وي.»

مومند ډاډ ورکوي چې خصوصي سکټور د سوداګرۍ او ټرانزېټ ته د واخان کورېډور د چمتو کولو په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

د مومند په خبره، د واخان له لارې کولای شي چې له چين سره په مستقيمه توګه پر پيوستون سربېره کولی شي ان اروپا ته د فغانستان محصولات ورسوي.

 مومند زیاتوي: « په بانکونو لګول شوي بندېزونه نور باید لرې شي او افغان سوداګر په خلاص مټ او خلاصه پښه باید ټولې نړۍ ته سفرونه وکړي او د ویزو ستونزې هم باید هوارې شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مالي مشر شیرین اغا سخي بیا وايي: « د واخان لاره اوس مهال یوه بدیله لار ده او ورته اړتیا لرو؛ خو موږ د چین له سرحد سره له بدخشانه نورې ډېرې لارې هم لرو او یوه بنسټيزه لار یې دا ده چې باید تونل جوړ شي.»

بل خوا يو شمېر سوداګر لا هم شکايت کوي چې په کراچۍ بندر کې د دوی پر توکو بار موټر ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

د رخت ټولنې مشر حاجي عبیدالله وایي: « موږ له خپلو مشرانو هېله لرو چې ژر تر ژره موږ ته د واخان بندر لار خلاصه کړي، ځکه اوس مهال زموږ ۸۰ یا ۹۰ سلنه سوداګري له چین سره ده، که خام مواد دي او که پاخه، واردات دي او که صادرات زیات له چین څخه دي.»

سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین زياتوي، له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره د هر اړخیزې سوداګرۍ غوښتونکي دي، خو غوښتنه کوي چې نور هېوادونه هم باید د متقابل احترام د اصل له مخې سالمو سوداګريزو اړيکو ته ژمن شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist