Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
غزه کې پر ښوونځيو د اسرائیلو بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي

غزه کې پر ښوونځيو د اسرائیلو بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/20

د اسرائیلو ځواکونو غزه کې د جبالیه پنډغالي او تل‌الزتار ته څېرمه پر دوو ښوونځيو هوايي برېدونه کړي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون له۸۰ زیات کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

ملګرو ملتونو سازمان ویلي، غزې ته د دې سازمان استول شوي پلاوي څېړنې ښيي، چې د اسرائیلي ځواکونو بریدونو بې مخینې وحشت رامنځته کړی او پایله کې يې روغتونونه او ښوونځي پر هدیرو بدل شوي دي.

یاد سازمان زیاته کړې:« د ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته په الفخوره ښوونځي کې مرګ ژوبله اوښتې. په غزې کې هېڅ ځای خوندي نه دی. دا وحشت نور باید پای ته ورسېږي.»

د دې ترڅنګ د فلسطین ولسمشر محمود عباس پر غزې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو د درېدا لپاره د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه پر اسرائیلو د فشار راوړلو غوښتنه کړې.

عباس زیاته کړې:« د امریکا په منځګړیتوب له دې هېواد غواړو، چې د اسرائیلو د خونړیو بریدونو وحشت پای ته ورسوي او پر اسرائیلو فشار راوړي، چې پر غزې روان خونړي بریدونه ودروي.»

بل خوا د اسرائیلو لومړی وزیر بینیامین نتنیاهو وايي، جګړه به د یرغمل شویو اسرائیلي وګړو تر ازادېدو پورې روانه ساتي او هغه ګواښونه به له منځه وړي، چې اسرائیل يې په اړه اندېښنه لري.

هغه زیاتوي:« د حماس ډلې پر وړاندې بریدونه به تر هغې دوام وکړي، چې د حماس ډلې لخوا یرغمل شوي اسرائیلیان خپلو کورونو ته نه وي راستانه شوي او د سیمې ثبات نه وي ډاډمن شوی.»

د اکتوبر له اوومې راپدېخوا چې اسرائیلي ځواکونو پرغزې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړي، د لسګونه خبريالانو او د ملګرو ملتونو د کارکوونکو په ګډون څه باندې ۱۲۰۰۰ فلسطينيان وژل شوي او له ۳۱زره زیات ټپیان شوي دي، چې له نیمايي زیات یې ښځې او ماشومان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist