Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فلسطیني چارواکي: غزه کې پر روغتونونو د اسرائیلو بریدونو کې نوي زېږیدلي ماشومان وژل شوي

فلسطیني چارواکي: غزه کې پر روغتونونو د اسرائیلو بریدونو کې نوي زېږیدلي ماشومان وژل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/14

اسرائیلي ځواکونو په غزه کې تازه په هغو روغتونو هوايي بریدونه کړي چې د ماشومانواو ښځو په ګډون زرګونه ناروغان په کې بستر ول.

فلسطیني چارواکو ویلي، په الشفا روغتون کې د نویو زیږیدلو ماشومانو  په ګډون له سلو زیات کسان د اسرائیلي ځواکونو  د تیرې شپې په هوايي بریدونو کې وژل شوي.

اخوا د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادانوم بیا وايي د االشفا او القدس دوه لوی روغتونونو دننه د یو ناوړه ویرجن وضعیت له امله دا روغتونونه وتړل شول او زرګونه کسان په کې لاهم بند پاتي.

دغه راز ادانوم وايي، ناروغان پر سړکونو پراته دي او وضعیت تر بل هر وخت ډېر بوږنونکی دی.

هغه زیاتوي:« موږ په الشفا روغتون کې له ډاکټرانو سره په اړیکه کې یو،  هلته وضعیت ډېر دردونکی او ډارونکی دی. درې ورځې کېږي چې برښنا پرې شوې ، اوبه نشته ،  د روغتونونو شاوخوا هوايي بریدونو ډېره مرګ ژوبله اړولې. نړۍ باید نوره چپه پاتې نه شي ځکه ترکله به پر ناروغانو او روغتونونو بریدونه کېږي.»

د سره صلیب نړیواله ټولنه وايي، په غزه کې د ژوند کولو لپاره وخت نه دی پاتې او له دواړو اړخونو غواړي  دغزې وګړو ته وخت ورکړي تر څو خوندي نورو ځایونو ته ولاړ شي.

یادې ټولنې زیاته کړې:« پر غزې ډېره سخته جګړه روانه ده. په روغتونو کې د ناروغانو درملنه ، درمل او خواړه خورا پیچلي او له خطرونو ډک دي.»

پر غزې د اسرئایلي ځواکونو مرګونو بریدونو کې تر دې دمه ۱۱۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي چې نیمايي یې ماشومان او ښځې دي.

پر نړيواله کچه له دواړو لوریو غوښتنې دي چې جنګ بس کړي او په جګړه کې باید ملکي کسان په نښه نه کړي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist