د وژل شوي سعودي خبريال کورنۍ امريکا ته ولاړه.
د منځني ختيځ او شمالي افريقا لپاره د بشري حقونو د څار اداره وايي، د جمال خاشقجي زوی صلاح خاشقجي وروسته له هغې خپلې کورنۍ سره امريکا ته کډه شو، چې پلار يې د ترکيې په استانبول کې ووژل شو.
دغه اداره وايي صلاح له سلمان بن عبدالعزيز او محمد بن سلمان سره په انځورونو کې نا ارامه ښکاري، چې د سعودي عربستان حکومت لخوا خپاره شوي.
د بشري حقونو د څار دغه اداره وايي صلاح او کورنۍ يې هغه مهال امريکا ته د تګ پرېکړه وکړه، چې د سعودي حکومت لخوا پر دوی د سفر بنديز لرې شو.