Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ايران د خپلو بندرونو له لارې نړۍ سره افغانستان د سوداګرۍ پراختيا هڅې کوي

ايران د خپلو بندرونو له لارې نړۍ سره افغانستان د سوداګرۍ پراختيا هڅې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/10

په داسې حال کې چې ايران له افغانستان سره د اقتصادي اړيکو د پراختيا په هڅه کې دی، وړمه ورځ یې دولتي پلاوی کابل ته راغلی او د حکومت یو شمېر اقتصادي بنسټونو مسوولینو له ياد پلاوي سره په يوه ګډه ناسته کې دواړو هېوادونو د سوداګرۍ پر شريکو مسايلو بحثونه وکړل.

چارواکي وايي، ایران د افغانستان په سوداګرۍ کې حیاتي رول لري او باید د چاربهار په شمول د اوسپنې پټلۍ په برخه کې هم ورسره همکاري وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال قدرت الله جمال وايي:« افغانستان او ایران له اوږدې مودې راهیسې له یو له بل سره نږدې ټولنیزې، تاریخي او اقتصادي اړیکې لري او د دوی د ګاونډي او دوست هېواد په توګه دا لازمه ګڼو چې له یو بل سره نږدې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولرو.»

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مومند وايي:« دا چې هند ستاسې په پرتله له موږ ډېر لېری دی؛ خو بیا یې هم موږ ته ترجیحي تعرفه راکړې؛ نو له تاسې سره هم مذهبه، هم کلامه او هم دوسته یو او غواړو چې د ایران د ۲۷ ډلې ګمرکي توکو سره سم موږ ته د وچو مېوو لپاره ترجیحي تعرفه راکړل شي او موږ ترې ګټه واخلو.»

د مومند په خبره ایران همدا تېر کال افغانستان ته د څه د پاسه یو مېلیارد ډالرو په ارزښت صادرات لرل او تمه یې وښوده، چې د افغانستان صادراتو ته هم په دغه برخه کې پاملرنه وشي.

مومند زیاتوي: « په دې هېله چې د یوه ښه ګاونډي او د یوه ښه دوست هېواد په توګه باید دې ته پاملرنه وکړو، چې څنګه کولی شو خپل صادرات زیات کړو او د کانونو، روغتیا، ټرانسپورټ او ساختماني برخو کې موږ حاضر یو چې له تاسې سره پانګونه وکړو.»

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او د راغلي اقتصادي پلاوي غړي ژمنه کوي، چې له نړۍ سره د افغانستان سوداګرۍ ته به د چاربهار او نورو بندرونو له لارې پراختیا ورکړي.

دغه راز دوی زیاته کړه، چې کابل او تهران به د سوداګرۍ په برخه کې د اوسپنې پټلۍ له لارې هم اغېزناکه ونډه ولري او فرصت یې دی، چې سوداګریزو بندورونو کې د اړتيا وړ امکانات برابر کړي.

 د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وايي: « د افغانستان او ایران دننه په ګډو سرحدونو کې پانګونه هغه موضوع ده چې موږ لومړیتوب ورکړی. بله مسله دا ده چې موږ به د خپل کار پيل د دواړو خواوو په همکارۍ کوو او دا ډاډ درکوو چې یو شمېر لویې پروژې به له نورو هېوادونو سره هم په ګډه پرمخ وړو.»

د ایران د خراسان والي مهندس نظري وايي: « د دې پلاوي د راتلو موخه دا ده چې په بېلا بېلو برخو کې اقتصادي اړیکې او تعاملات پراخه کړو، هم د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې او هم فني او ټکنالوژۍ او بله هره هغه برخه کې چې دواړه هېوادونه ورته اړتیا لري.»

د افغانستان او ایران تر منځ په یاده ګډه اقتصادي غونډه کې ټینګار پر دې وشو، چې د ګډې او اغېزناکې سوداګرۍ لپاره به ټولې هغه لارې چارې تر سره شي، چې له کبله يې د دواړو هېوادونو سوداګري ګټوره کېدای شي.

ایراني پلاوی ټينګار کوي، چې هېواد يې د هرات زلزله ځپلو کورنیو لپاره روغتیايي او نور ټيمونه هم استولي، څو د قربانیانو لپاره خدمات وړاندې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist