د روسې په کریمیا کې یو تن وسلهوال د یو انسټیټیوټ زدهکوونکي په نښه کړي.
د روسیې په کریمیا کې په يوه پوهنتون کې ۱۹ تنه په ډزو ووژل شول.
پیښه هغه مهال وشوه چې یو اتلس کلن ځوان د بلکسي ښار یو انسټیټیوټ ته له وسلې سره ننوت او پر خلکو یې ډزې پیل کړې.
چارواکو ویلي، په ډزو کې لسګونه کسان نور ټپیان دي چې ټول یې محصلین او کوچني زده کوونکي دي.
کریمیايي چارواکو ویلي، په سیمه کې یې د پیښې په تړاو څیړنې پیل کړي او د برید کوونکي جسد یې هم موندلی چې له ډزو وروسته یې ځان وژنه کړې.
کریمیا په ۲۰۱۴ کال کې د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې له اوکراین جلا شوه او د روسیې پورې وتړل شوه چې له هغې وروسته په کې هیڅ ډول جګړه نه ده شوې.