د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین عتیق الله عزیزي هرات ته د خپل سفر په لړ کې ویلي، اوس مهال په هېواد کې ۵ زره تاریخي آبدې ثبت دي.
عزیزي زیاته کړې، که چېرې کره سروې وشي له ۱۵ زرو تر ۲۰ زرو تاریخي نوې ابدې به ثبت شي، چې حکومتونه د ۴۰ کلونو جګړو له امله نه دي توانېدلي په یاد وزارت کې یې ثبت کړي.
نوموړي ویلي هرات، مزارشریف، بامیان، غزني، کابل او کندهار زیاتې تاریخي آبدې لري، چې په لسګونه یې له اسلام څخه د مخه تاریخ لري.
د عزیزي په وینا،د تېرو ۴۰ کلونو جګړو په ترڅ کې ډېرې تاریخي آبدې سختې زیانمنې شوي او بیا رغونې ته اړتیا لري.