ټرمپ به د دفاع وزیر جیمس ماټيس له دندې ګوښه کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سي بي اس تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ماټیس ډيموکراټ پلوی یاد کړ او د هغه د ګوښه کېدو په اړه یې مشکوک دریځ وښود.
ډونالډ ټرمپ وايي، تر اوسه ډاډه نه دی چې دفاع وزیر ماټيس به پخپل موقف پاتې شي که لرې به شي.
راپورونه وايي، دا لومړی ځل دی چې ټرمپ د ماټيس په تړاو منفي غږېدلی.
ټرمپ دا خبرې داسې مهال کوي چې تېره میاشت یې رسنیو ته ویلي و چې دا ډول ریپوټونه دې جدي نه نیسي.
ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته ډير ژر خپل ملګري له دندې لرې کړي او ځينو خپله له هغه سره له کار لاس په سر شوي دي.