پر یمن د سعودي په تازه هوايي برید کې ۱۰ تنه و وژل شول.
ځینې نور راپورونه بیا د مړو شمېر ۱۷تنه یادوي او زیاتوي چې لسګونه نور په کې ټپیان دي.
چارواکي وايي په دې برید کې چې پر جبل راس ښار شوی د یوې کورنۍ اته تنه غړي هم وژل شوي دي.
هوثي یاغیانو د سیمې وضعیت ډیر بد یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې په دې تړاو یې څیړنې لا دوام لري.
د سعودي په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د بریدونو له امله په یمن کې تر دې دمه له ۱۰ زرو زیات کسان وژل شوي دي.