د پاکستان مخکيني لومړي وزير عمران خان پر مشرۍ تحريک انصاف ګوند خبرداری ورکړی دی، چې پاکستان د نجونو او ښځو لپاره خوندي هېواد نه دی.
یاد ګوند پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي،چې د شواهد له مخې، د پي.ډي.ایم پر مشرۍ د پاکستان اوسني حکومت په موجوديت کې، ښځې او نجونې نه دي خوندي او زياته کړې يې ده،چې د ياد حکومت وزيران د ښځو اواز چپ کولو په موخه پر دوی جنسي تېری د وسلې په توګه کاروي.
یاد ګوند زیاته کړې:« د شواهدو له مخې، د پاکستان ډيموکراټيک غورځنګ پر مشرۍ د حکومت تر چتر لاندې زموږ لوڼې او خوندې نه دي خوندي. د حکومت وزيران پر ښځو جنسي تېری د دوی هغه اواز چپ کولو لپاره د وسلې په توګه کاروي، چې د خپلو حقونو د غوښتنې په موخه يې پورته کوي.»
له دې تورونو ور اخوا عمران خان بيا د پاکستان له ایتلافي حکومت سره د مذاکراتو په موخه ۷ کسيزه کمېټه اعلان کړې ده.
په دې کمېټه کې د شاه محمود قرېشي، اسد قيصر او د پرویز خټک په شمول د تحريک انصاف ګوند کليدي غړي شامل دي.
خو د پاکستان د مسليم ليګ ن ګوند مشر نواز شريف بيا د خپل ګوند له ادرسه چې د ایتلافي حکومت مشري کوي، له عمران خان سره مذاکرات رد کړي او د نوموړي ګوند یې ترهګره ډله بللې ده.
نواز شريف زیاته کړې:« له ترهګرې هغې ډلې سره مذاکرات نه کوو، چې د شهيدانو يادښتونه يې تخريب کړل او هېواد يې پر اور کېناوه.»
د پاکستان کابينې او د نواز شريف د ګوند غړي خواجه ساد رفيقي هم د عمران خان وړانديز ته ورته ځواب ويلی دی.
په پاکستان کې دې سياسي تقابل ته په پام سره يو شمېر هغه شنونکي،چې دغه وضعيت له نږدې څاري، پاکستان د پاڼ پر سر ولاړ بولي او زياتوي، چې روان سياسي ناورين يې د بقا لپاره لوی ګواښ دی.
دامهال که څه هم د عمران خان له ګوند څخه د پاکستان د پوځ په اشارې په ورځنۍ ډول مطرح کسان استعفاوې کوي، خو نوموړی د خپل ګوند ناسم راتلونکي ته په پام له حکومت سره د مذاکراتو په هڅه کې دی.