د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له شمالي کوریا وروسته چین ته ولاړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له چین سره د ګڼو ترینګلتیاو سربیره دغه هیواد ته تللی دی.
ناسته کې د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له امریکا سره به په سمو لار ولاړ شي خو که امریکا له بندیزونو لاس واخلي.
په ورته وخت کې مایک پمپیو هم له چین شکایت وکړ چې د سوداګرۍ په برخه کې یې چلند اندیښمن کړي دي.
پمپیو بیجینګ کې له خپل چینايي سیال سره وکتل او د ګډو همکاریو او اړیکو په تړاو یې خبرې وکړې. پمپیو سره په دې سفر کې د لوړپوړو امریکايي چارواکو یو پلاوی هم ملګری دی. غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ايي له پمپیو وغوښتل چې له هغو حرکاتو دې لاس واخلي چې چین ته ترې زیان رسیږي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ايي داسې وویل (( لکه څرنګه چې تاسې ګورئ په دې وروستیو کې امریکا د چین د سوداګرۍ د زیانمن کولو هڅې پیل کړي دي او بل خوا یې د تایوان په موضوع کې هم لاسوهنه پیل کړې ده. له امریکا غواړو چې له بې بنسټه تورونو دې لاس واخلي او زموږ حقونه دې وپیژني. موږ غواړو چې دوه اړخیز باور پخپل حال پاتې شي.))
وانګ ايي زیاته کړه امریکا د ناوړه پوهاوي ښکار شوې ده او باید خپلې کړې تېروتنې بار بار تکرار نه کړي. اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم له چین شکایت وکړ چې لمسوونکو حرکاتو یې اندیښمن کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو داسې وویل (( موږ هم د چین د حرکاتو په تړاو اندیښنه لرو، زه غواړم چې نن داسې فرصت ته لار برابره شي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې بیرته ورغیږي. زموږ ترمنځ اړیکې موږ ته ډیرې مهمې دي.))
پمپیو چین کې د شمالي کوریا له مشر سره د خپلو لیدنې په تړاو هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په خبرو کې یې ډیر پرمختګ کړی دی.
پمپیو داسې مهال چین ته ځي چې سپینې ماڼۍ پر بیجینګ د شاوخوا ۲۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت بندیزونه لګولي دي.