ایران په عراق کې د امریکا لپاره ستر ګواښ دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ایران ملامته کړ چې په عراق کې میشتو امریکایانو ته یې ستر سرخوږی جوړ کړی.
مایک پمپیو وايي اوس مهال په عراق کې د امریکایانو دنده بشري بڼه لري او د دغو مرستو لپاره هلته پاتې دي.
پمپیو زیاته کړه چې ډيره هڅه یې کړې چې د سفارت پرسونل له دغو بریدونو او ګواښونو لرې وساتي .
هغه ګواښ وکړ چې که په عراق کې امریکايي ډیپلوماټانو او ملکي او نظامي چارواکو ته زیان ورسیږي ایران ته به مستقیم ځواب ورکړي.
پمپیو دا خبرې داسې مهال کوي چې بصره ښار کې د حکومت ضد لاریونونو په دې وروستیو کې زور اخیستې چې امریکا ته یې هم زیان رسیږي.