د هند ټاکنو له لومړنیو پایلو ښکاري چې د لومړي وزیر مودي ګوند بهارتا جاناتا به روانې ټاکنې د تیر په پرتله په ډير اکثریت وګټي.
د پایلو له مخې به مودي د پارلمان له ۵۴۵ څوکیو د ۳۳۹ او ۳۶۰ ترمنځ څوکۍ خپلې کړي.
بل لور ته په پام کې ده چې د کانګرس اپوزیسیون ګوند به د ۱۰۰ شاوخوا څوکۍ وګټي.
د هند د اساسي قانون له مخې ګټونکې ډله باید له ۲۷۰ پورته څوکۍ واخلي چې واک ته ورسیږي.
په ۲۰۱۴م کال کې د مودي ګوند له ۳۳۰ پورته څوکۍ اخیستې وې.
راپورونه وايي په عمومي توګه په ټول هند کې رایې شمیرنې پیل شوي او د روانې می میاشتې په ۲۳مه نیټه به پایلې اعلان شي.