پلازمېنه کابل هر کال د بزګر مېلې کوربه وي او د بزګرانو په ګډون په کې سلګونه کسان ګډون کوي. د تېر په څېر د بزګر مېله بیا هم د کابل په بادام باغ کې جوړه شوې ده.
د دې مېلې پرانستې ته راغلي چارواکي ډاډ ورکوي چې د بزګرانو او مالدارو ملاتړ کوي اوهڅه یې دا ده چې بزګران د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخو کې په خپلو پښو ودرېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر روان کال د خوراکي توکو له پلوه د افغانستان لپاره د خپلواکۍ کال بولي او زیاتوي، راتلونکو دوو کلونو کې به افغانستان پر ځان بسیا شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري وايي: « که خدای کول راتلونکو یو تر دوو کالو به نه یوازې د دې لیدونکي اوسي چې نور هېڅ ډول بهرنیو خوراکي توکو ته اړتیا ونه لرو بلکې د وارداتو په ځای به صادرات هم پيل کړو. دا وخت راتلونکی دی او زه ویلی شم چې روان کال هم د افغانستان لپاره د خوراکي خپلواکۍ کال دی.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین صدراعظم عثماني وايي: « موږ غواړو دلته اصلاح شوي تخمونه، د بڼوالۍ او مالدارۍ پرمختللي سیسټمونه مکانیزه کړو. زموږ د ولس ډېر خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او موږ هم غواړو له دې لاره د افغانستان اقتصاد ته کار وکړو او د ځان بسیاینې پړاو ته ورسېږو.»
عمري له سوداګرو وغوښتل چې د وارداتو پر ځای په کوردننه پرتولید پانګونه وکړي او په خبره يې، حکومت یې په بشپړه توګه ملاتړ ته چمتو دی.
د نوموړي په خبره، پر تولیداتو پانګونه نه یوازې د افغانستان له ځان بسياينې او د صادراتو له زياتوالي سره مرسته کوي بلکې خلکو ته د کار زمینه هم برابروي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په دې اړه وايي: « زموږ محترم سوداګرو! تاسو لسګونه کاله بهر څخه د کرنیزو او نورو توکو پر وارداتو پیسې مصرف کړې، راځئ اوس په خپل هېواد کې پر تولید هم کار وکړو. راځئ د هغو امکاناتو یوه برخه تولید ته ځانګړو کړو چې ستاسو په واک کې شته دي.»
په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، د کرنیز سکټور زیاتو برخو کې پرمختګ شوی، خو د قوشتېپې کانال په بشپړېدو سره به افغانستان د غلو دانو په برخه کې په بشپړه توګه پر ځان بسیا شي.
بزګران بیا د زیاتو سړو خونو جوړولو غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې حکومت باید دې برخې ته جدي پاملرنه او د بزګرانو ملاتړ وکړي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وايي: « کله چې د قوش تپېپې کانال کارونه خلاص او ګټه اخستنې ته وسپارل شي، موږ نور له بهر څخه د هېڅ ډول خوراکي توکو وارداتو ته اړتیا نه لرو. زموږ هېواد کرنیز هېواد او که خدای کول صادراتي هېواد به هم شي. پرون زموږ انار ګاونډي ته ورتلل او کالدارې یې راکولې، خو اوس جرمني ته ځي او یورو راکوي.»
یو تن بزګر محمد اسلم وايي: « موږ له دولت غوښتنه کوو چې ډېرې سړې خونې جوړې کړی، د صادراتو اختیار په خپل لاس کې واخلي او له داخلي تولیداتو ملاتړ وکړي.»
د کرنې وزارت دغه راز وايي، تېر کال يې لسګونه سړې خونې جوړې کړې او په روان کال کې به هم په ټول افغانستان کې ۳۳ نورې سړې خونې جوړې کړي.
د مسوولانو په خبره، له مالدارۍ د دوی ملاتړ له امله په هېواد کې د شیدو د تولید کچه ۳.۱مټریک ټنو ته رسېدلې او د لا زیاتولو لپاره یې هڅې روانې دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سلاکارعزیزالرحمان رحماني وايي: « موږ افغانستان کې د لومړي لپاره په دې بریالي شوو چې د شیدو د تولید کچه له ۲.۹ میلیون مټریک ټنو څخه ۳.۱ میلیون مټریک ټنو ته ورسوو. د سړو خونو په اړه باید ووایم چې د کرنې او مالدارۍ وزارت بریالی شوی چې په تېرو کالو کې لسګونه سړې خونې جوړې کړي او روان کال هم په پلان کې ده چې ۳۳ نوې سړې خونې جوړې کړي.
د کابل ښار بادام باغ کې د بزګر مېلې ترڅنګ د کرنیزو محصولاتو او وسایلو پنځه ورځنی نندارتون هم جوړ شوی. په دې نندارتون کې د کرنې مکانېزه کولو پرمختللي ماشینونه او د مالدارۍ بېلابېل محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.