Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسټرالیا په افغانستان کې د جنکي جنایتونو کولو په جرم له خپلو یو شمیر پوځیانو مډالونه واخیستل

Caption: Regimental Sergeant Major of the First Mentoring Task Force, Warrant Officer Class One, Stephan Colman on patrol in the Baluchi Valley. Mid Caption: Commanding Officer of the First Mentoring Task Force, Lieutenant Colonel Jason Blain got a clearer understanding of community perspectives after meeting local representatives during the Community Development Council (CDC) meeting in Sajawul, north of Tarin Kowt. The CDC meetings, locally known as a shuras, are opportunities for the people to discuss issues relevant to their community. They are also an opportunity for Australian and Afghan leadership to get a better understanding of community sentiment towards ISAF presence in the area. Over 30 locals discussed security and development matters at the latest shura, which was held on-site at a school development project in the Baluchi Valley Region. During the shura, LTCOL Blain announced that funding has now been made available to complete the school, which was very well received by community representatives. A key outcome of the meeting was community desire for a safer community where children have a secure place to attend school and receive basic health care. Things we take for granted in Australia. Deep Caption: Operation SLIPPER is Australia's military contribution to the international campaign against terrorism, piracy and improving maritime security. Under this operation our forces contribute to the efforts of the North Atlantic Treaty Organisation (NATO) - led International Security Assistance Force (ISAF) in Afghanistan. ISAF seeks to bring security, stability and prosperity to Afghanistan and aims to prevent Afghanistan again becoming a safe haven for international terrorists. Operation SLIPPER also supports the United States led International Coalition Against Terrorism (ICAT) in the broader Middle East.

یوه بل اسټرالیايي سرتېري هم افغانستان کې د جنګي جرمونو ترسره کېدل منلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/14

یوه پخواني اسټرالیايي سرتېري منلې چې بین رابرټس سمیټ په نوم د اسټراليا يوه سرتېري په افغانستان کې د دندې پر مهال جنګي جرمونه ترسره کړي.

هغه د اسټرالیا له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، د پوځيانو دنده د ملکي خلکو وژل نه و او نه هم د دې لپاره ګومارل شوي وو.

د استرالیا دغه پخواني سرتېري چې نه‌ غواړي نوم یې رسنیز شي، بین رابرټس سمیټ د ملکي وګړو په مرګ‌ ژوبله کې ښکېل بللی او زیاته کړې يې ده چې د پوځي عملیاتو پر مهال يې ملکي خلک په نښه کړي.

دغه سترتېري زیاته کړې: «هو، هغه په افغانستان کې له موږ سره د ګډو عملیاتو پر مهال موجود و. زه په ډاډ زړه ویلی شم چې هغه بین رابرټس سمیټ د ملکي وګړو یا که ووایم د هغو وګړو په مرګ‌ژوبله یا جنګي جرمونو کې ښکېل و چې هېڅ یې له پوځي اړخ سره اړېکه نه‌ لرله.»

په ورته مهال، ځينو نورو اسټرالیايي رسنيو هم ويلي چې د دې هېواد تر ټولو ویاړلی ژوندی سرتېری بېن رابرټس سمیټ نيول شوی او ټاکل شوې چې په افغانستان کې د ترسره کړو جنګي جنايتونو په تور محاکمه شي.

د راپورونو له مخې، رابرټس سميټ چې په ۲۰۱۳ کال کې د اسټرالیا له دفاعي ځواکونو وتلی، د سېډني په هوايي ډګر کې نیول شوی او ټاکل شوې چې د سې شنبې په ورځ د پنځو قتلونو په تور چې د جګړې جرمونه بلل کېږي، محاکمه شي.

په ۲۰۲۳ کال په یوه پرېکړه کې محکمه دې پایلې ته ورسېده چې د ځانګړو ځواکونو دغه پخوانی سرتېری او د “وېکټوریا کراس” مډال لرونکی د څو بې‌ وسلې افغانانو په وژلو کې ښکېل دی.

خو یاد ۴۷ کلن سرتېري پر ده لګېدلي ټول تورونه رد کړي او دا تورونه یې ډېر ناوړه او مغرضانه بللي دي.

د پوځي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: «  که چېرې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جنایتونه د یوې نړیوالې ادارې له خوا وڅېړل شي، ښکاره به شي چې د نورو هېوادونو سرتېري به هم په دغو جنایتونو کې ښکېل وي او محاکمې ته به وړاندې شي.»

په ۲۰۲۰ کال په یوه مهمه پلټنه کې چې د برېرټن راپور په نامه یادېږي، په افغانستان کې د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو له خوا د ۳۹ کسانو د ناقانونه وژنې باوري شواهد وړاندې شول او سپارښتنه یې وکړه چې د ۱۹ اوسنيو او پخوانيو سرتېرو په اړه دې پلټنه وشي.

د اسټرالیا فډرالي پولیسو هم په یوه خبري غونډه کې تایید کړه چې یو تن ۴۷ کلن پخوانی سرتېری نیول شوی او ټاکل شوې په افغانستان کې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ پر بې‌ وسلې بندیانو د ډزو او وژلو له امله، محاکمه شي.

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: « که په دې اړه یوه ځانګړې محکمه جوړه شي او د قربانیانو وضعیت ته رسېدنه وکړي، ډېر مجرمان به محاکمې ته وړاندې شي.»

د رابرټس سمیټ غيرنظامي محکمه لومړنۍ قضیه وه چې په کې یوې محکمې د اسټرالیايي ځواکونو له خوا د جګړې د جرمونو ادعاوې وڅېړلې.

هغه د خپلې دفاع په ترڅ کې ویلي و چې ده ته نسبت ورکړل شوې وژنې د پوځي نښتو د قانوني چوکاټ دننه ترسره شوې او یا هېڅکله نه دي ترسره شوې، خو تېر کال یې د استیناف غوښتنه رد شوه.

په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې نږدې ۴۰ زره اسټرالیايي سرتېرو دنده ترسره کړې چې له ډلې ۴۱ وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي هم دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات ښار کې پر یو شمېر سړکونو د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

هرات ښار کې د ادرس موندنې لوحو لګولو پروژه ۹۰ سلنه بشپړه شوې

اپریل 14, 2026
هېواد کې ورښتونه او سېلابونه؛ بېلابېلو ولایتونو کې ۳۶ تنه مړه او ۴۰ ژوبل شوې
افغانستان

کندهار کې سېلاب ځپلو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې

اپریل 14, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
افغانستان

سوداګرۍ وزیر: هېوادونه کولی شي له افغانستان د ټرانزیټي څلورلارې کار واخلي

اپریل 14, 2026
عزیزي: افغانستان د پاکستان بدیلو لارو موندلو هڅې ګړندۍ کړې دي
افغانستان

عزیزي: سیمه ییزو ننګونو افغانستان کې د پانګونې نوي فرصتونه رامنځته کړي

اپریل 14, 2026
سمنګان کې بې روزګاره ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوې
افغانستان

کرنې ریاست سمنګان کې د ملخانو ضد کمپاین پيل کړ

اپریل 13, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه وغندل

اپریل 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات ښار کې پر یو شمېر سړکونو د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

هرات ښار کې د ادرس موندنې لوحو لګولو پروژه ۹۰ سلنه بشپړه شوې

اپریل 14, 2026
هېواد کې ورښتونه او سېلابونه؛ بېلابېلو ولایتونو کې ۳۶ تنه مړه او ۴۰ ژوبل شوې

کندهار کې سېلاب ځپلو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې

اپریل 14, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

سوداګرۍ وزیر: هېوادونه کولی شي له افغانستان د ټرانزیټي څلورلارې کار واخلي

اپریل 14, 2026
اسټرالیا په افغانستان کې د جنکي جنایتونو کولو په جرم له خپلو یو شمیر پوځیانو مډالونه واخیستل

یوه بل اسټرالیايي سرتېري هم افغانستان کې د جنګي جرمونو ترسره کېدل منلي

اپریل 14, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist