Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هېواد کې ورښتونه او سېلابونه؛ بېلابېلو ولایتونو کې ۳۶ تنه مړه او ۴۰ ژوبل شوې

کندهار کې سېلاب ځپلو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/14

کندهار کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو پرمهال ۹ کسانو خپل ژوند بایللی او ۱۸ نور ټپیان شوي دي، حال دا چې دغو سېلابونو له ۷۰۰ څخه زیات کورونه ویجاړ کړي هم دي.

د کندهار د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان(آی‌او‌اېم) او د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو‌اېف‌پي) په مالي ملاتړ د دوشنبې په ورځ۲۷۰ کورنیو ته بېړنۍ خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

د دې ریاست د مسوولینو په خبره، دا مرستې د سېلاب ځپلو کورنیو د بېړنۍ ملاتړ لپاره ترسره شوې دي او هڅې روانې دي چې نورو زیانمنو کورنیو ته هم رسېدنه وشي.

د پېښو پر وړاندې چمتوالي او مبارزې رییس عبدالسلام عمري وايي: « په مجموع کې ۷۱۰ کورونه په بشپړه او نسبي ډول ویجاړ شوي دي. موږ تېره اوونۍ ۱۸۲ کورنیو ته د مرستندویه موسسو په همغږۍ خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل. نن هم ۲۷۰ نورو کورنیو ته د خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستو وېش لرو. همدارنګه د نورو کورنیو سروې هم روانه ده.»

د دامان ولسوالۍ استازی محب الله ولسمل وايي: « سېلابونو په کندهار او ځانګړې توګه دامان ولسوالۍ کې لوی زیانونه ورسول. د دې خیریه بنسټونو کور ودان چې له سېلاب ځپلو سره مرسته کوي.»

بله خوا، یو شمېر سېلاب ځپلې کورنۍ د دغو مرستو هرکلی کوي او وایي، د سېلابونو له امله یې ټول کورونه او شتمنۍ له منځه تللي او له همدې امله حکومت څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې د کورونو بیارغونې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

سېلاب ځپلی دلبرخان وايي: « زموږ پر کور سېلاب راغی، ما یوازې خپل ماشومان له کوره و ایستل او پاتې هرڅه یې یوړل. همدارنګه زموږ فصلونه، باغونه او څاروي یې هم له منځه یوړل.»

سېلاب ځپلی حافظ نسیم وايي: « که څه هم دا مرستې زموږ زیان نه شي جبرانولی، خو بیا هم ښې دي. باید له موږ سره د کورونو په جوړولو  او دغه راز د سېل اوبو مخې ته د استنادي دېوالونو په جوړولو کې مرسته وکړي.»

سېلاب ځپلی عبدالسلام وايي: « زموږ سرایونه تخریب شوي او دا مرستې یې ځای نه شي نیولی. حکومت او موسسې باید د هغو په جوړولو کې زموږ مرسته وکړي.»

د معلوماتو له مخې، وروستیو سېلابونو د استوګنې کورونو نړولو ترڅنګ، زرګونه جرېبه کرنیزه ځمکه هم په بشپړه توګه له منځه وړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات ښار کې پر یو شمېر سړکونو د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

هرات ښار کې د ادرس موندنې لوحو لګولو پروژه ۹۰ سلنه بشپړه شوې

اپریل 14, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
افغانستان

سوداګرۍ وزیر: هېوادونه کولی شي له افغانستان د ټرانزیټي څلورلارې کار واخلي

اپریل 14, 2026
اسټرالیا په افغانستان کې د جنکي جنایتونو کولو په جرم له خپلو یو شمیر پوځیانو مډالونه واخیستل
افغانستان

یوه بل اسټرالیايي سرتېري هم افغانستان کې د جنګي جرمونو ترسره کېدل منلي

اپریل 14, 2026
عزیزي: افغانستان د پاکستان بدیلو لارو موندلو هڅې ګړندۍ کړې دي
افغانستان

عزیزي: سیمه ییزو ننګونو افغانستان کې د پانګونې نوي فرصتونه رامنځته کړي

اپریل 14, 2026
سمنګان کې بې روزګاره ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوې
افغانستان

کرنې ریاست سمنګان کې د ملخانو ضد کمپاین پيل کړ

اپریل 13, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه وغندل

اپریل 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات ښار کې پر یو شمېر سړکونو د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

هرات ښار کې د ادرس موندنې لوحو لګولو پروژه ۹۰ سلنه بشپړه شوې

اپریل 14, 2026
هېواد کې ورښتونه او سېلابونه؛ بېلابېلو ولایتونو کې ۳۶ تنه مړه او ۴۰ ژوبل شوې

کندهار کې سېلاب ځپلو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې

اپریل 14, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

سوداګرۍ وزیر: هېوادونه کولی شي له افغانستان د ټرانزیټي څلورلارې کار واخلي

اپریل 14, 2026
اسټرالیا په افغانستان کې د جنکي جنایتونو کولو په جرم له خپلو یو شمیر پوځیانو مډالونه واخیستل

یوه بل اسټرالیايي سرتېري هم افغانستان کې د جنګي جرمونو ترسره کېدل منلي

اپریل 14, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist