په داسې حال کې چې له پاکستان سره د افغانستان سوداګري او ټرانزیټ صفر شوی او ټولې لارې يې تړلې دي، خو پر افغانستان یې هېڅ ډول اغېز نه محسوسېږي.
دې ته په پام، د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، د افغانستان موقعيت د سوداګرۍ لپاره تر بل هر چا مناسب دی او په خبره يې، د مرکزي او سویلي اسیا هېوادونه ترې د ټرانزيټي څلورلارې په توګه کټه اخستلی شي.
نورالدین عزیزي وايي: « افغانستان یو ښه جیوپولوټیک موقعیت لري او باید ترې په سیمه ییز ټرانیزیټ کې ښه ګټه واخستل شي.»
د دې وزارت نور مسوولان بیا وايي، د مرکزي اسیا له هېوادونو او ځانګړې توګه له ازبېکستان، قزاقستان، قرغېزستان او ترکمنستان سره یې د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچه د تېر په پرتله څو برابره زیاته شوې.
د معلوماتو له مخې، تېر کال له یادو هېوادونو د وارداتو کچه ۴۳ سلنه لوړه شوې او برعکس ورته د صادرات اندازه نږدې اتیا سلنه لوړه شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ تازه شمېرې څرګندوي چې په ۲۰۲۵ کال یې د پام وړ وده کړې. په ۲۰۲۵ کال له منځنۍ اسیا څخه د وارداتو کچه له ۱ میلیارد ۶۷۹ میلیون ډالرو څخه ۲ میلیارده ۳۹۹ میلیون ډالرو ته پورته شوي او ۴۲ سلنه زیاتوالی ښيي. همدارنګه دغو هېوادونو ته صادرات له ۱۲۲ میلیون ډالرو څخه ۲۱۶ میلیون ډالرو ته پورته شوي چې ۷۷ سلنه زیاتوالی ښيي.»
بله خوا، افغان سوداګر وايي ایران او د مرکزي اسیا هېوادونه د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان لپاره ښه بدیلونه دي او کولی شي د اړتیا وړ توکي په اسانۍ ترې وارد کړي.
د دوي په خبره، اوسمهال له ایران او د مرکزي اسیا له هېوادونو سره روانه سوداګري د پراختیا په حال کې ده او دا د افغانانو لپاره ښه خبر دی.
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې رییس عبدالجبار ساپی وايي: « له ایران سره زموږ سوداګري ښه په لوړه کچه روانه ده او د دې هېواد بندرونه زموږ د سوداګرو پرمخ خلاص دي. همدارنګه د پاکستان په ځای له منځنۍ اسیا سره هم اړیکې او تجارت پراخ شوی او هڅه کېږي چې لا پراخ شي.»
په ټوله کې د اسلامي امارت دریځ دا دی چې له ټولو او په تېره بیا د سیمې له هېوادونو سره پر متقابل درناوي ولاړې سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري او د کابل د همدې اقتصاد محوره بهرني سیاست پرمټ د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د تعامل لمن پراخه شوې ده.