که څه هم په سيمهييزه کچه روانو سياسي او اقتصادي تحولاتو د کړکېچونو زياتولو اندېښنې ډېرې کړې دي، خو چارواکي ډاډه دي چې افغانستان ترې مستثنا دی.
چارواکي د افغانستان او ازبېکستان د سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ پراخولو هوکړې پرمهال وايي، سيمهييزو ننګونو په افغانستان کې فرصتونه نه دي محدود کړي او اړتيا ده چې افغان او ازبېکستاني پانګوال ترې ښه ګټه پورته کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي وايي: « له ځینو ننګونو سربېره د سیمې اوسنيو شرایطو یو شمېر نوي فرصتونه هم رامنځته کړي دي. د تجارتي مسیرونو په تړاو محدودیتونو د منځنۍ آسیا هېوادونو ته زمینه برابره کړه چې د افغانستان په بازار کې خپل حضور تقویه کړي. موږ دغه فرصت د سیمه ییزو همکاریو پراختیا لپاره یوه مثبته زمینه بولو.»
نوموړی له پاکستان سره صفر شوې سوداګرۍ ته هم اشاره کوي او زياتوي، افغانستان له خپله اړخه د سوداګرۍ پياوړي کولو ټولې هڅې وکړې، خو په خبره يې، برعکس پاکستان له سنجش پرته سوداګري له سياست سره وتړله.
عزیزي په دې اړه وايي: « موږ له پاکستان سره د اوږدې مودې لپاره سوداګري لرله، خو له بده مرغه هغوی سیاست او تجارت سره ګډ کړل او زموږ سوداګري ورسره بنده شوه.»
ازبېکستاني چارواکو هم په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو درک کړي او له همدې امله ډاډ ورکوي چې پانګوال به يې افغانستان کې د درملو پر جوړولو سربېره، په ګڼو نورو برخو کې هم پانګونه وکړي.
د ازبېکستان د انديجان والي شهرت بېک عبدالرحمناوف وايي: « موږ کولی شو د درملو او طبي وسایلو د جوړولو په برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړو. دغه راز، موږ نه یوازې افغانستان ته تېز رفتاره موټر صادرولی شو بلکې ترڅنګ یې کولی شو په افغانستان کې يې فابرېکه هم جوړه کړو. د لوړ تناژ لرونکي موټر ورته صادروو او پر دې سربېره په کې د سمنټو، کاليو، ودانيزو او کورونو اړوند توکو په توليد کې پانګونه کولی شو.»
خصوصي سکټور بيا د ازبېکستاني او افغان سوداګرو ترمنځ شویو هوکړو ته په کتو، د سوداګرۍ پراختيا ته هيلهمن کړي او د معلوماتو له مخې يې، د همدې هوکړو پر بنسټ د پراخې شوې همکارۍ په نتيجه کې د کابل او تاشکند کلنۍ سوداګري ۱.۵ میليارد ډالرو ته رسېدلې ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کريم هاشمي وايي: « شته شمېرو ته په کتو، اوسمهال د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې شاوخوا ۱.۵ میلیارد امریکايي ډالرو ته رسېدلې. د یادونې وړ ده چې دغه کچه څلور کاله وړاندې تر ۵۰۰ میلیون ډالرو پورې وه.»
د افغان او ازبېکستاني سوداګرو ترمنځ تاز په بېلابېلو برخو کې د ۵۲۰ ميليون ډالرو په ارزښت ۳۸ تړونونه لاسليک شول چې په اساس به يې د ۳۰۰ ميليون ډالرو په ارزښت شريکه پانګونه، د ۱۵۰ ميليون ډالرو په ارزښت واردات او د ۷۰ ميليون ډالرو په ارزښت ازبېکستان ته افغاني توکي صادر شي.