د هرات ښاروالۍ مسوولین وایي، د ښار په مرکز ساحو او ګڼه ګوڼه لرونکو واټونو کې د ادرس موندلو لوحو لګولو پروژې کارونه ۹۰ سلنه بشپړ شوي.
د دوی په خبره، دا پروژه چې شاوخوا درې میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، د ښاري نظم ښه والي او کره ادرس موندلو په موخه پيل شوې ده.
ټاکل شوې دا پروژه ډېر ژر د هرات ښار د ۱۵ ناحیو ټولو، واټونو او سړکونو کې بشپړه شي.
د هرات ښاروالۍ ویاند محمد ناصر آرمل وايي: « په دې لوحو کې د اړوند واټ نوم، د فرعي او عمومي سړکونو نومونه درج شوي. د دغو لوحو لګول د اړوند قراردادي شرکت له خوا له پلان سره سم روان دي. تر اوسه د پروژې اصلي کارونه ۹۰ سلنه پرمختګ لري.»
په همدې حال کې، د هرات ښار اوسېدونکي د دې پروژې له پلي کېدو هرکلی کوي او دا د ښاري مدیریت په برخه کې یو اغېزناک ګام بولي.
هغوی وایي، د واټونو، سړکونو او کوڅو معیاري نوم اېښودنه نه یوازې د تګ راتګ اسانتیا برابروي، بلکې د امنیتي وضعیت په ښه والي او د ښاري خدماتو په وړاندې کولو کې هم مهم رول لري.
د هرات ښار اوسېدونکی امید نورزی وايي: « کله چې د پتې نه لرلو، لوحو نه شتون او ګڼه ګوڼې مجموعه سره یوځای کېږي، مکاني پېچلتیا رامنځته کوي. د دې لپاره چې خلک له دې پېچلتیا خلاص شي، د لوحو لګول ډېر اغېزناک ګام دی. همدارنګه، دغه کار د ښاري فرهنګ یوه غوره بېلګه هم ده.»
د هرات اوسېدونکی عباس سجادي وايي: « هرات ښاروالۍ په دې وروستیو کې د واټونو او سړکونو پر سر د لوحو لګولو کار پیل کړی. اوس خلک په ډېره اسانۍ کولی شي خپل ادرس پیدا کړي. اوس خلک کولی شي له بل چا څخه پوښتلو پرته ادرس پيدا کړي.»
د یادونې وړ ده چې دا لوحې په دواړو رسمي ژبو(پښتو او دری) او له ښاري معیارونو سره سم، ډیزاین شوې او په لومړي پړاو کې د ښار په ګڼهګوڼه لرونکو لارو کې نصب شوې دي، ترڅو ښاریان وکولی شي په لنډ وخت او اسانۍ سره د پام وړ ادرس پیدا کړي.