Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/17

له هغه وروسته چې د پاکستان پوځي رژیم پر افغانستان بریدونه او تېری پیل کړ، هره ورځ یې په خپلو هوايي او راکېټي بریدونو کې عامه تاسیسات او ملکي افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، په نښه او شهیدان کړي دي.

شنونکي وايي، پاکستان د سیمې ناامنه کولو لپاره پیسې اخیستې دي او پوځ يې دې موخې ته د رسېدو لپاره په قصدي ډول عام خلک او تاسیسات په نښه کوي.

دوی زياتوي، په افغانستان کې د پاکستان پوځي رژیم  له لوري د عامو خلکو په نښه کول او تېری د ټولو نړیوالو قوانینو او بشري حقونو خلاف کړنې دي او باید د مخنیوي هڅې يې وشي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « په دې وروستیو کې پاکستان په ډېره ناوړه او شومه بڼه پر افغانستان خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې او په بریدونو کې یې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې. دا نه یوازې د بشري حقونو، اسلامي او ګاونډیتوب اصولو خلاف عمل دی بلکې دا یو ستر جنایت هم دی. افغانان د دې جنایت غندلو او ځواب ورکولو لپاره د خپل حکومت تر شا ولاړ دي. همدارنګه موږ ته په کار ده چې د پاکستان هرې شومې لوبې ته ځواب ورکړو.»

تحلیلوونکي په دې اند دي چې پر افغانستان د پاکستان او بیا په قصدي ډول د عامو افغانانو پر کورونو هوايي او راکېټي بریدونه په خپل ذات کې ستر جنایتونه دي.

د دوی غوښتنه دا ده چې باید نړیوال د پاکستان د دغو جنایتونو مخه ونیسي او اجازه ورنه کړي چې د عامو افغانانو د وژلو لړۍ ته دوام ورکړي.

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « پاکستان یوه پروژه ده او جنایت کاره اجنډا لري. د پاکستان بریدونه له هر ډول بشري، اسلامي او ګاونډیتوب اصولو خلاف دي. پاکستان له تېرې نیمې پېړۍ راهیسې په افغانستان کې د بشر ضد جنایتونه ترسره کړي.»

باور دا دی چې پاکستان پر افغان خاوره له تېري سره نه یوازې دا چې د یوه مسلمان ګاونډي پر حقونو پښې اېښې دي بلکې د ګاونډيتوب ټول اصول یې هم مات کړي.

د چارو یو شمېر نور شنونکي په دې باور دي چې افغانان باید په پوره یووالي او له نظام سره په همغږۍ د پاکستان د دغو بریدونو او تېریو ځواب ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « په اوسني حالت کې چې کله هم پر افغانستان د پاکستان له خوا مخامخ تېری شوی یا د پاکستان د پوځ له خوا په ملکي وګړو بمبار شوی او په شهادت رسول شوي، دا نه یوازې تېری دی بلکې جنګي جنایت دی. دا جنایت باید په نړیواله کچه باید وغندل شي. باید اروپايي ټولنه، ملګري ملتونو او د بشري حقونو مدافعان په دې اړه خپل غږ پورته کړي، پر پاکستان فشار راوړي ترڅو د عامو خلکو له وژلو لاس واخلي.»

پر افغانستان د پاکستان د تېري او یرغل له پیل راهیسې د پاکستان پوځ سلګونه عام افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، شهیدان او ټپیان کړي دي. د پاکستان پوځي رژیم یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږد کې ۴ عام افغانان شهیدان کړې او ۹ یې ټپیان کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist