Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/16

د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه  خبرپاڼه کې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه او پوځي تېری چې په کې ګڼ شمېر ملکي وګړي شهیدان او عامه بنسټونه ویجاړ شوي غندلی.


خبرپاڼه کې پر افغان خاوره د پاکستان روان بریدونه د خپلواک افغانستان له موجودیت او مفکورې سره د دې هېواد د حکومت د دوښمنۍ برخه بللې.

دغه راز په خبرپاڼه کې هند د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته پر درناوي ټینګار کړی.

د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي:« هند پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندي چې په پایله کې یې ګڼ شمېر خلک وژل شوي او ملکي تاسیسات نړول شوي. دا د پاکستان سټبلشمنټ بل هغه تېری دی چې د یوه خپلواک افغانستان له مفکورې سره دوښمني په ډاګه کوي.هند یو ځل بیا د افغانستاند ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر درناوي ټینګار کوي.»


تر دې وړاندې د روانې مارچ میاشتې پر ۹ مه  امنیت شورا کې د هند استازي د پاکستان د بریدونو غندنه کړې وه او دغه هېواد یې په دوه مخیتوب تورن کړی و.

نوموړي زیاته کړې وه، پاکستان له یوې خوا د نړیوالو قوانینو او اسلامي یووالي خبره کوي، خو له بلې خوا بیا په روژه کې بې ګناه افغانان شهیدان کوي.


ورته مهال د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي، ځانګړي استازي یې د روانې جګړې د بندولو لپاره د منځګړیتوب هڅې پیل کړي.

جیان زیاته کړې، دغه هېواد چمتو دی چې د دواړو خواوو ترمنځ د کړکېچ په راکمولو کې فعالانه هڅې وکړي.

هغه له دواړو هېوادونو غوښتي چې جګړه ودروي، اوربند وکړي او ترمنځ موجوده اختلافات او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.


جیان څرګنده کړې:« د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب په موخه دې هېوادونو ته په سفرونو بوخت دی. چین هیله لري چې دواړه خواوې جګړه ودروي او له زغم کار واخلي، ژر تر ژره مخامخ خبرې پیل او اوربند ته ورسیږي او ترمنځ اختلافات دې د خبرو اترو له لارې حل کړي.»


د چارو د شنونکو په باور پاکستان له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې سټراتیژیک عمق پالي، له همدې امله باثباته حکومتي جوړښت د خپلو ګټو پر زیان ګڼي او په هیڅ صورت ورته د منلو وړ نه دی.


دا داسې مهال ده چې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وړمه ورځ له خپل افغان سیال مولوي امیرخان متقي سره په ټېلېفوني خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوځي اقدامات د ستونزې حل نه و بللی او د تفاهم او رغنده رول لوبولو برخه کې یې د چمتووالي ډاډ ورکړی و.


نوموړي دغه راز ویلي و چې په روانه جګړه کې د افغان بې ګناه ملکیانو وژل او د ملکي تاسیاتو په نښه کول ورته د منلو وړ نه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist