Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/15

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره په ټېلېفوني اړیکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان وضعیت مهارولو لپاره د تفاهم او باور په رامنځته کولو کې د خپل هېواد چمتوالی ښودلی.

وانګ يي ويلي، دوه طرفه پوځي اقدام کولای شي د ستونزې حل پر ځای د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکیچ نور هم زیات کړي.


وانګ یي زیاته کړې:« پوځي اقدامات د ستونزو د حل لاره نه ده او له دې سره د کړکېچ سطحه نوره هم لوړېږي. چین د تفاهم او باور د رامنځته کېدو لپاره د رغنده رول لوبولو ته چمتوو دی.»


په دغه ټېلېفوني مکالمه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي پر افغانستان د پاکستان وروستیو تیریو په غبرګون کې ويلي، افغانان له خپل ولس او حریم د دفاع مشروع حق لري، خو په عین وخت کې د ستونزې زیاتوالي د مخنیوي لپاره پر سیاسي حل باور لري او ملاتړ یې کوي.


متقي زیاته کړې، افغانستان له خپلو ټولو ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د باور، متقابل درناوي او اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی او اسلامي امارت د هر ډول کړکیچ د حل لپاره ډېپلوماسي او خبرې د حل ښه لار بولي.


د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي:« د هېواد بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د وروستیو تیریو په اړه د اسلامي امارت موقیف هم شریک کړ او څرګنده یې کړه چې افغانستان د خپل ولس او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع مشروع حق بولي. خو په ورته وخت کې د کړکېچ پراخېدو پر ځای له سیاسي حل ملاتړ کوي. مقتي زیاته کړه چې د پاکستان په بمباریو او توغندیزونو بریدونو کې زیاتره ولسي وګړي ښځې او ماشومان په نښه کېږي او ملکي تاسیسات تخریبوي چې ښه بېلګه یې د تېرې شپې د کابل او کندهار بریدونه دي.»  

 

په ورته مهال د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم وروستيو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، پاکستان باید ژر تر ژره روان تاوتریخوالی ودروي او د خبرو له لارې ستونزه حل کړي.

هغه څرګنده کړې:« اسلام‌اباد باید هر څه ژر تاوتریخوالی راکم کړي، د خبرو مېز ته کېني، که نه د افغانانو له سخت غبرګون سره به مخ شي. زه د پاکستان په بریدونه کې د ملکي افغانانو په نښه کېدل غندم او یا د پاکستان حاکم بنسټونه د دې وړتیا لري چې پاکستان په مسوولانه توګه رهبري کړي که نه؟»


 د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، چین له دواړو هېوادونو سره ښې او نږدې اړیکې لري او په سیمه کې اغیزمن هېواد دی کولای شي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزې په حل کې مثبت رول ولوبوي.


د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي:« چین په سیمه کې یو ستر هېواد دی او له پاکستان سره هم ښې ستراتیژیکې اړیکې لري، له افغانستان سره یې هم اړیکې نږدې دي. ما پخوا هم ویلي و، بیا هم وایم چې په سیمه کې چین، روسیه او ورسره نور ګاونډي هېوادونه دوی ټول کولای شي چې د پاکستان او افغانستان د شخړې په حل کې یو مثبت رول ولوبوي. زما په اند باندې پاکستان باید په لومړۍ مرحله کې د افغانستان له خلکو بښنه وغواړي ځکه چې د افغانستان پر حریم یې تجاوز کړی دی او بیا یې چې کومه خساره رسولې په ځاني او مالي لحاظ باندې د دې جبران هم باید وکړي.»

له امیرخان متقي سره په ټېلېفوني خبرو کې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ټينګار کړی چې هېواد یې د سیمې ثبات او امنیت لپاره سیاسي تفاهم او د ستونزو د حل میکانیزمونه مهم بولي او په دغه برخه کې د افغانستان له ډیالوګ محوره دریځ  هرکلی کوي، خو دعامو خلکو او ملکي تاسیساتو په نښه کول ورته د منلو وړ نه دي .

د پاکستان پوځي رژيم پنج‌شنبه د شپې په هوايي بریدونو کې یو ځل بیا عام افغانان او ملکي تاسیسات په نښه کړل چې ښځو او ماشومانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist