Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی

ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی

shamshadnews by shamshadnews
2026/03/15

ملي دفاع وزارت د غچ اخېستونکو عملیاتو پر دوام د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد اړوند په فېض‌اباد سیمه کې د حمزه په نوم پر یوه مهم پوځي مرکز بريد کړی.

دغه وزارت وایي، دغه بريد يې د کابل په څرخي پله سيمه کې پر ملکي افغانانو د پاکستان پوځي رژيم وروستي هوايي بريد په غچ کې کړی او په کې يې د ياد مرکز قومنداني او نور مهم پوځي تاسیسات په دقیقه ډول هدف ګرځولي.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې په دې غچ اخېستونکو عملیاتو کې د پاکستان پوځي رژیم ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي.

د ملي دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي: «پاکستان کې د پوځي رژیم یو مهم نظامي مرکز، چې د «حمزه» په نوم یادېږي، د اسلام‌اباد د فیض‌اباد په سیمه کې هدف وګرځول شو. په دغه برید کې د دښمن د یاد مهم مرکز قومانداني او نور مهم تاسیسات د ډرون الوتکو په وسیله په دقیق ډول وویشتل شول، چې له امله یې د دښمن ځواکونو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.»

د سیاسي چارو شنونکي که څه هم د افغانستان او پاکستان پوځي رژیم ترمنځ په روان کړکېچ کې پاکستان ګرم بولي، خو عيني وخت کې يې د دواړو هېوادونو په زیان هم ګڼي. دوی د ستونزې حل لپاره د سياسي هڅو غوښتنه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی، روح الله هوتک وایي: «د افغانستان دفاعي ځواکونو له لوري د پاکستان پر وړاندې غچ‌اخیستونکي بریدونه ډېر مؤثر وو. پاکستان غوښتل چې په امنیتي برخه کې بریا ترلاسه کړي؛ خو بریالي نه‌شول او پر ځای یې اوس بې‌ګناه او ملکي وګړي په نښه کوي.»

د ملي دفاع وزارت دا هم ويلي، چې د شنبې په ورځ يې د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو په غبرګون کې په کونړ او ننګرهار کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستاني پوځيانو یوه پوسته له منځه وړې.

په دغو انتقامي بریدونو کې ۱۴ پاکستاني عسکر وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. دفاع وزارت زیاتوي، د پاکستاني ځواکونو یو زغروال ټانک او یو انټرنیشنل موټر يې هم په بشپړ ډول له‌منځه وړي.

خو د پاکستان پوځي رژيم د ټولو نړيوالو اصولو په نقضولو سره پر افغانستان د بريدونو دوام له سره څه ثابتول غواړي؟

د سیاسي چارو شنونکی، نجیب‌الله جامع په دې اړه وایي: «کابل د ملګرو ملتونو د منشور او ملي حاکمیت ته په پام پر وخت او هر اړخیز ډول غبرګون ښودلی. افغان وسله‌وال پوځ تاریخ جوړ کړی. مېړانه یې کړې او له خپلې خاورې یې په هر قېمت دفاع کړې. د ستونزو د حل لپاره د کابل دروازې د ډیپلوماټیکو خبرو اترو لپاره پرانیستې دي؛ خو پر خپله خاوره د هر ډول یرغل او تېري پر وړاندې یې دریځ مشروع، معقول او د خپلو ملي ګټو پر بنسټ دی.»

بل پلو د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د پاکستان پوځي رژیم پر اوسنيو پالیسيو سختې نیوکې کړې او ویلي يې دي، چې اسلام‌اباد دمګړی له پېچلو سیمه‌‌ییزو او نړۍ‌والو ستونزو سره مخ دی او باید د خپلو خلکو پر وړاندې پر غوره کړو پالیسیو بیا غور وکړي.

نشر یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist