Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوشحال خان کاکړ د پاکستان پارلمان ته: افغانستان سره اړيکې بايد د برابرۍ  پر بنسټ وي

خوشحال خان کاکړ د پاکستان پارلمان ته: افغانستان سره اړيکې بايد د برابرۍ  پر بنسټ وي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/12

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ چې تازه یې د پاکستان پارلمان ته لاره  پیدا کړې، د پارلمان غونډې ته په لومړنۍ وينا کې له افغانستان سره د ښو اړيکو پر رامنځته کېدو ټينګار کړی.

نوموړي ويلي، له افغانستان سره د پاکستان اړيکې باید د ورورۍ او برابرۍ پر بنسټ وي او پر ډیورنډ فرضي کرښه ټولې لارې بايد د تګ راتګ لپاره پرانستل شي.

هغه د لارو پرانستو او په اړيکو کې د مساواتو ترڅنګ دا غوښتنه هم کړې چې پاکستان دې افغانانو ته د ويزې ورکړه هم اسانه کړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ویلي: « موږ ته په کار ده چې له افغانستان سره د ورورۍ او برابرۍ پر بنسټ اړیکې وساتو. له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې که هغه ښورابک دی، که چمن دی یا سپین بولدک دی، که غلام خان او تورخم دي، باید پرانیستل شي. له افغانستان سره د ویزو د ورکړې په برخه کې باید اسانتیاوې راوستل شي، که هغه روغتیايي ویزې دي یا د زده‌کوونکو لپاره دي او یا هم سوداګریزې ویزې دي، د ټولو په ورکړه کې باید اسانتیاوې رامنځته شي.»

باور دا دی چې لر افغانان له افغانستان سره نږدې اړیکې غواړي او لامل یې هم له یو بل سره نه پرې کېدونکی شراکت دی، خو د پاکستان پوځي رژیم هڅه کړې چې د دوی ترمنځ واټن زیات او له یو بل یې لرې وساتي.

شنونکي وايي، د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان هڅه دا وه چې له پاکستان سره ښه روابط ولري، خو په خبره يې دا پاکستان دی چې پر افغانستان یې لارې تړلې دي او پر خاوره یې د یرغل جنايت کوي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « زموږ ولس او حکومتونو تل دا هڅه کړې چې د پاکستان له ولس سره نېک او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې ولرو. د لارو بندول یا د وېزو بندول باید د حکومتونو په تګلارو کې شامل نه وي. زه باور لرم هغه خبرې چې خوشال خان کاکړ کړې دي، دا حقیقت دی او پاکستان باید په خپلو پالیسیو کې اساسي تغییر راولي.»

ځینې نور بیا د تړل شویو لارو د پرانستې په تړاو د لرو افغانانو غږ پر ځای بولي او زياتوي، د دې کار زیان هم لرو افغانانو ته رسېدلی.

دوی وايي، لرو افغانانو ته په کار ده چې د پاکستان پوځ او رژيم د هغو پرېکړو غوڅ مخالفت وکړي چې په پايله کې يې د دوی سيمې ناامنه کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الله جامع وايي: « پر ډیورنډ فرضي کرښه د سوداګریزو لارو تړلو لوی لامل د پاکستان یرغل او د سوداګریزو تعاملاتو سیاسي کول دی. په دې اړه د لرو افغانانو غږ معقول او سنجیده دی؛ ځکه د دغو لارو تړلو لوی زیان د فرضي کرښې دواړو غاړو پرتو افغانانو ته رسېږي. زه له دوی غوښتنه کوم چې باید د هغو پاکستاني جنرالانو ګرېوان ته لاس واچوي چې غواړي د کرښې دواړو غاړو ته پرتو قومونو ترمنځ دښمنۍ جوړې کړي.»

له نږدې څلور میاشتو راهیسې پاکستان له خيبرپښتونخوا تېرې شوې لارې له افغانستان سره تړلې دي. دا لارې د افغانستان پر خاوره د پاکستان پوځي رژيم له لوري له تېري وروسته د افغان ځواکونو د غچ اخستنې عملياتو له پيل سره سمې وتړل شوې او ګومان دا دی چې له تړلو يې پاکستان د فشار وسيلې په توګه کار اخستل غوښتل، خو برعکس اقتصادي تاوان يې وکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist