Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پخوانیو والیانو پر افغانستان د پاکستان تېری وغانده

پخوانیو والیانو پر افغانستان د پاکستان تېری وغانده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/11

پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د وروستي تېري په تړاو د غبرګونونو په دوام، دا ځل د تېر جمهوري نظام یو شمېر والیانو د پاکستان پوځي رژیم تېری او بریدونه او په کې د عامو خلکو او ملکي تاسیساتو په نښه کېدل، وغندل.

دوی د سې شنبې په ورځ کابل کې د یوې ناستې په پای کې په دې اړه ګډه اعلامیه هم خپره کړه. په دې اعلامیه کې د پاکستان تېری او بریدونه د ملګرو ملتونو منشور، اسلامي او انساني اصولو خلاف عمل بلل شوی.

اعلامیه کې زیاته شوې، افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ زبرځواکونو ته پرېکنده ځواب ورکړی او د پاکستان تېری به هم بې ځوابه پرې نږدي. دوی د پاکستان بزدلانه تېري پر وړاندې د هېواد له دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د پخواني حکومت والي صدیق پتمن وايي: « موږ د افغانستان پر هوايي او ځمکني حریم د پاکستان تېری په کلکو ټکو غندو، د ټولو انساني او نړیوالو قوانینو خلاف عمل یې بولو او ځانونه د دې وحشیانه بریدونو له قربانیانو سره په غم کې شریک بولو. همدارنګه ولس او نظام ته ډاډ ورکوو چې په هر ډول سختو حالاتو کې د دوی ترڅنګ ولاړ یو او د خپلې خاورې د دفاع په موخه، په یوه غږ د نظام او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو.»

د پخواني حکومت دغو والیانو په خپلو خبرو کې وویل، پاکستان د افغانستان نا امنه کولو پروژه پر مخ وړي او له عامو خلکو، دیني عالمانو، د سیاسي ګوندونو له مشرانو یې وغوښتل چې د اسلام اباد د سیاستونو ښکار نه شي.

دوی په خپله ګډه اعلامیه کې د پاکستان پوځي رژیم له خوا پر ملکي وګړو بریدونو او اوښتې مرګ ژوبلې ته هم اشاره وکړه او د بشري حقونو له نړیوالو ادارو یې وغوښتل چې اسلام اباد دې په دې اړه ځواب ویلو ته مجبور کړي.

صدیق پتمن په دې اړه وايي: « د پاکستان ولس باید پر دوی حاکمې پوځي کړۍ ته چې خپلې ګټې د افغانستان په بې ثباتۍ کې ویني، اجازه ورنه کړي چې سیمې ته داسې جګړه راوړي چې د هېچا په خیر نه ده.»

د تېر حکومت یو تن چارواکی ګل نبی احمدز وایي: « دا د دوی ناپوهي او ذلالت دی او هغه څه دي چې هېڅ ځای به ونه نیسي.»

له دې سربېره، د تېرحکومت والیانو د پاکستان د یرغل پر وړاندې د خلکو پر اتحاد ټینګار وکړ او د پخواني نظام له سیاستوالو یې د ورته دریځ خپلولو غوښتنه وکړه.

د تېر حکومت والي عبدالکریم نورستاني وايي: « دا چې د افغانستان پر حاکمیت او هوايي حریم تجاوز کېږي، خو بیا هم یو څوک د افغان په صفت د دې بریدونو ملاتړ کوي یا په ښه سترګه ورته ګوري، دا یو غیر افغاني دريځ دی.»

د تېر حکومت والي لطف الله عزیزي وايي: « د پاکستان له خوا پر افغانستان برید، تېری او تجاوز دی، د توجیه وړ نه دی او موږ یې غندو. د افغانستان د بې دفاع وګړو، ښځو او ماشومانو وژل په هېڅ صورت د توجه وړ نه دي او نه یې باید څوک توجیه کړي.»

د تېر حکومت د والیانو په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې افغانستان هېڅ کله هم د ګاونډ او سیمې له هېوادونو سره د جنګ پلوي نه کوي. دوی د پاکستان له سیاسي ګوندونو او دیني عالمانو غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي.

د پاکستان پوځي رژیم له خوا دا بریدونه داسې مهال پیل شول چې د اسلامي امارت چارواکي په کابل کې د سعودي عربستان له یو پلاوي سره چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ یې منځګړیتوب کاوه، په خبرو بوخت وو.

له دی څو ورځې وړاندې اسلامي امارت د روژې مبارکې میاشتې او د سعودي عربستان د هڅو په درناوي، له پاکستان سره تېره جګړه کې نیول شوي پاکستاني پوځیان هم خوشي کړل، خو پاکستان یې په ځواب کې د افغانستان پر ملکي وګړ او کورونو بمونه وغورځول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist