Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوداګرۍ او پانګونې خونې بېوزلانو ته د خوراکي توکو وېش پیل کړ

سوداګرۍ او پانګونې خونې بېوزلانو ته د خوراکي توکو وېش پیل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/10

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، سلګونه دولتي کارکوونکو او بې ‌وزله کورنیو ته یې د خوراکې توکو وېش لړۍ پیل کړه.

د دوی په خبره، دا مرستې له یو شمېر پانګوالو راغونډې شوې وې او پر شاوخوا ۱۰۰۰ کورنیو او دولتي مامورینو به ووېشل شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مشر محمد ولي امیني له نورو پانګوالو هم غواړي چې په روژه کې خپلې مرستې له بې‌وزلو ونه سپموي.

امیني زیاتوي: « لکه څرنګه چې تاسو په جریان کې یاست، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي او تاجرانو له لوري د روژې مبارکې میاشتې په اوږدو کې له بېوزله او اړمنو کسانو سره د مرستو په موخه یوه اندازه نغدې پیسې راټولې کړې. په دغو پیسو به شاوخوا ۱۰۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي وپېرل او ووېشل شي. د خوراکي توکو په دې مرستو کې به اوړه، غوړي او لوبیا شامل وي. همدارنګه پنځه سوه نورو کورنیو ته هم نغدي مالي مرستې رسوو.»

له بلې خوا، د دغو مرستو تر لاسه کوونکي هم له شویو مرستو خوښ دي او وايي، تر يوه حده به يې ګوزاره پرې  وشي.

یو تن مرسته اخستونکی وايي: « د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې له رمضاني مرستو څخه مننه کوم. له له نورو سوداګرو او شتمنو کسانو هم غوښتنه کوم چې د روژې په میاشت کې د بېوزلانو لاسنیوی وکړي.»

یو تن بل مرسته اخستونکی وايي: « موږ له دغو مرستو ډېره مننه کوو. همدارنګه له هغو سوداګرو هم مننه کوو چې دا مرستې یې چمتو کړې دي. موږ له نورو سوداګرو هم د ورته ګام هیله لرو.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونه کډوالو راستنېدل، طبیعي پېښې او دغه راز دوامداره وچکالۍ د دې سبب شوې دي چې ډېری خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ شي او مرستو ته اړتیا ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist