Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوشیایونګ: چین هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی کم کړي

یوشیایونګ: چین هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی کم کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/09

د افغانستان او پاکستان پوځي رژیم ترمنځ د روان تاوتریخوالي په دوام، افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي کابل ته سفر کړی او له بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کې یې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د تېري او بريدونو په اړه بحثونه کړي.

په دې لیدنه کې  بهرنيو چاو وزير امیرخان متقي د پاکستان بريدونو په تړاو د افغانستان دريځ روښانه کړی او ډاډ يې ورکړی چې کابل د شخړو پر ځای د ستونزو سوله‌ييز حل ته لومړيتوب ورکوي، خو د خاورې دفاع هم خپل مشروع حق ګني.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر وروستیو تحولاتو او د پاکستان له لوري د افغانستان په حاکمیت د نظامي تېري پر وروستي وضعیت خبرې وشوې. د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت او ارضي تمامیت د وروستیو بریدونو په اړه د افغانستان موقف شریک او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د شخړو په ځای د ستونزو سوله‌ییز حل ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي چې د کړکېچ سطحه لوړه نه شي، خو د خپل وطن او خلکو دفاع خپل حق بولي.»

همدارنګه په دې لیدنه کې د چین ځانګړي استازي یوشیایونګ د پاکستان پوځي رژیم له خوا پر افغانستان بريدونو کې پر اوښتې ملکي مرګ ژوبلې خواشيني ښودلې او زياته کړې يې ده چې په دې اړه له پاکستاني لوري سره هم په اړيکه کې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالی کمولو هڅه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په دې اړه وايي: «د چین ولسي جمهوریت ځانګړي استازي د پاکستان وروستیو بریدونو له امله د شهید شویو افغانانو له کورنیو سره د چین حکومت خواخوږي او تسلیت څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې ستونزې د خبرو او ډېپلوماسۍ له لارې حل شي او هڅه وشي چې د سیمې ثبات لپاره د کړکېچ کچه لوړه نه شي. هغه زیاته کړه چې چین په دې اړه له پاکستاني لوري سره هم په تماس کې دی او کوښښ کوي چې د دواړو همسایه هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی راکم او یو له بل سره رغنده اړیکې ولري.»

دا په داسې حال کې ده چې بهرنیو چارو وزیر له دې وړاندې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره هم د پاکستان پوځي رژیم د یرغل په اړه ټیلفوني خبرې وکړې، پر ډېپلوماټیکو لارو یې ټینګار وکړ او د خاورې دفاع یې د افغانستان مشروع حق وګاڼه.

په دې خبرو کې د روسیې بهرنیو چارو وزیر هم د ستونزو پر سیاسي حل د ټینګار ترڅنګ وویل چې هېواد یې چمتو دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ په هواري کې مرسته وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist