Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: ښځې په افغانستان کې رسمي عدالت ته لږ لاسرسی لري

ملګري ملتونه: ښځې په افغانستان کې رسمي عدالت ته لږ لاسرسی لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/09

د مارچ اتمه په ټولنه کې د ښځو رول پياوړي کولو او د هغوی شخصیت ته  د درناوي په موخه نمانځل کېږي. ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې رسمي عدلي مکانېزمونو ته د ښځو لاسرسی محدودی او دا يې د خونديتوب او وقار ډاډمنېدو لپاره بشپړ حق دی چې عدالت ته  لاسرسی ولري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملګرو ملتونو د ښځو برخې استازې سوزان فرګوسن ویلي: « په افغانستان کې د رسمي عدالت مکانېزمونو ته د نارینه‌وو په پرتله د ښځو لاسرسی نږدې څلور برابره کم دی. دا د عدالت په برخه کې یوه پراخه تشه په ګوته کوي او ډېری ښځې د خپلو حقونو ترلاسه کولو، خوندیتوب لټون او همدارنګه د ناوړه ګټه اخستنې مخنيوی په برخو کې له ستونزو سره مخامخوي.»

همدارنګه، یو شمېر پخواني امریکايي ډېپلوماټان هم په افغانستان کې د ښځو حقونه محدود شوي بولي او له اسلامي امارت غواړي چې د حقونو اعادې په موخه ښځو او نجونو ته د کار، زده کړو او تحصیل اجازه ورکړي.  

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي: « زه د افغانستان پر حکومت غږ کوم چې افغان نجونو او ښځو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده‌کړې وکړي.»

په ورته مهال، یو شمېر ښځې هم غوښتنه کوي چې اسلامې امارت دې نجونو او ښځو ته د کار او زده‌کړو اجازه ورکړي؛ ځکه د دوی په خبره، د ښځو د زده کړو ځنډول په اوږدمهال کې هېواد له نه جبرانېدونکو ستونزو سره مخ کولی شي.

صنعتکاره  لیلما امرخېل وايي: « د امارت له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې ښځو او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي. افغانستان ښوونکو او ډاکټرانو ته سخته اړتیا لري.»

حکومت هم د ښځو حقونو ته د خپلې ژمنتيا ډاډ ورکوي او زياتوي، واک ته له رسېدو راهيسې يې د شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه ورکړي. مسوولان زياتوي، د حقونو ورکړې په لړ کې هغو ښځو هم خپل حقه حقونه ترلاسه کړي چې له کلونو راهيسې له تاوتريخوالي سره مخ وې او حقوق یې نه ورکول کېدل.

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند سیف السلام خیبر وايي: « د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د خپل شرعي مکلفیت له مخې، د هېواد په کچه د ښځو د حقونو خوندیتوب، د کورني تاوتریخوالي مخنیوي، د میراث او نفقې حقونو د تأمین او د ناوړه دودونو له منځه وړلو لپاره دوامداره هڅې کړې او ادامه به ولري.»

په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په وار وار له اسلامي امارت غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار ځنډولو په اړه پر خپلو پرېکړو او پالیسیو له سره غور وکړي، خو اسلامي امارت ډاډ ورکړی چې د مناسب چاپېریال په رامنځته کېدو سره به نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار زمینې برابرې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist