Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
راستانه شوي: د جګړې له پیل سره ایران مېشت افغانان له سخت وضعیت سره مخ دي

راستانه شوي: د جګړې له پیل سره ایران مېشت افغانان له سخت وضعیت سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/09

د ایران، امریکا او اسراییلو د جګړې له پیل وروسته، شاوخوا ۲۰ زره افغان کډوال د هرات له اسلام کلا بندر هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلام کلا بندر مسوولین وایي، که څه هم د جګړې له پیل سره د کډوالو راستنېدلو لړۍ تر اوسه چټکه شوې نه ده، خو په ورځني ډول شاوخوا دوه نیم زره تر درې زره افغان کډوال هېواد ته راستنېږي.
د مسوولینو په خبره، که چېرې د ایران جګړې اوږدېدو له امله د کډوالو راتګ لړۍ چټکه شي، دوی بشپړ چمتوالی لري او کولی شي لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د اسلام کلا بندر کې د کډوالو چارو سرحدي آمر جان محمد نور وايي: « په منځنۍ کچه هره ورځ له ۲ تر ۳ زرو تنو مهاجرین راځي چې مجرد ځوانان، کورنۍ، ښځې، بوډاګان او ماشومان شامل دي.»

په ورته مهال، له ایران څخه راستانه شوي افغانان وايي، د جګړې له امله په ایران کې ناوړه حالت رامنځته شوی.

د دوی په وینا، د جګړې له پیل سره کاروبارونه تړل شوي او د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

له ایران راستون شوی کډوال علي موسوي وایي: « د جګړې په پيل کېدو سره ایران ډېره خطرناکه سیمه جوړه شوې، په ځانګړې توګه زموږ په څېر کډوالو لپاره ډېره نا امنه ده. تر ټولو غوره کار دا دی چې اوس ایران پرېښودل شي او کډوال ترې را ستانه شي.»
له ایران تازه راستون شوی حفیظ‌الله وايي: « په اوسنیو شرایطو کې د ایران وضعیت ډېر زیات خراب و؛ ځکه چې هلته اوس سخته جګړه ده او کاروبار په ټپه درېدلی.»
راستون شوی کډوال خان محمد جعفري وايي: « ایران کې د افغان مهاجرینو وضعیت سخت خراب دی. د جګړې له پيل سره اکثریت افغان کډوال نه شي کولی د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.»

که څه هم هرات کې د ایران سرکونسل څو ځله ویلي چې له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ درېدلې، خو یو شمېر راستانه شوي کډوال وایي، په ایران کې ورسره ناوړه چلن شوی.
د دوی په خبره، د راستنېدو پر مهال د لارې په اوږدو کې ایراني ځواکونو په بېلابېلو پلمو ترې پیسې اخستې او هغوی یې خالي لاسونه راشړلي دي.
یاد کډوال همداراز له اسلامي امارت غوښتنه کوي چې په هېواد کې دننه دې د کار زمینه ورته برابره کړي، ترڅو ځوانان د اقتصادي ستونزو له امله نورو هېوادونو ته کډوال نه شي.

له ایران راستون شوی ځوان اسامه افتاب وايي: « موږ حتا د راتګ پرمهال هم په ډېره سختۍ تر دې ځایه راغلو؛ ایرانیانو په اوس حالت کې هم له موږ سره ډېر بد سلوک کاوه. موږ له حکومت غواړو خپلو خلکو ته د هېواد په داخل کې د کار زمینه برابره کړي.»
راستون شوی عزیزالرحمن وايي: « ایرانیانو تر دې ځایه له موږ ۱۰ میلیون تومانه وشکول. بس هرځای یې پیسې غوښتلې، بېله پیسو هېڅ کار نه کېږي.»

د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ د جګړې له پیل وروسته د سیمې امنیتي وضعیت کړکېچن شوی.

د دغو پېښو له امله نه یوازې د ایران په یو شمېر ښارونو کې اقتصادي او امنیتي ستونزې زیاتې شوې دي بلکې هلته مېشت افغان کډوال هم له ناڅرګند حالت سره مخ دي.

د همدې وضعیت له امله یو شمېر افغانان اړ شوي چې خپل کاروبارونه پرېږدي او بېرته هېواد ته راستانه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist