Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پوځي رژیم برید کې د تورخم ښارګوټي یو سوداګریز مارکېټ سوځېدلی

د پوځي رژیم برید کې د تورخم ښارګوټي یو سوداګریز مارکېټ سوځېدلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/09

د پاکستان پوځي رژیم له خوا د ملکي تاسیساتو او کورونو نښه کولو په دوام، په تورخم ښارګوټي کې یو سوداګریز مارکېټ هم په نښه او بشپړ سوځېدلی. سوداګر وايي، د مارکېټ دوکاندارانو ته له ۳۰۰ میلیونه افغانیو زیات مالي زیان رسېدلی.   

د تورخم محلي چارواکي وايي، د پاکستان پوځي رژیم ځواکونو د یکشنبې په ورځ سهار شاوخوا څلور بجې د درنو وسلو ډزې کړې چې په پایله کې یې د لغمان په نوم یو مارکېټ  لګېدلی او له ۱۵۰ زیات دوکانونه سوځېدلي دي.

د تورخم ښارګوټي د اصنافو مشر له شمشاد سره خبرو کې له حکومت د زیانمن شویو کسانو د لاسنیوي او همکارۍ غوښتنه کوي.

د تورخم ښارګوټي د اصنافو مشر سیف الرحمن  وايي: « له تېرو څو ور ځو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله د تورخم ښارګوټی څو ځله د پاکستاني ړندو مرمیو او بمباریو ښکار شوی. تېره شپه ناوخته د تورخم ښارګوټي مربوط لغمان مارکېټ د پاکستان له خوا په نښه شوی او اور یې اخیستی. د دې مارکېټ ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او زموږ هټیوالو ته شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغان زیان رسېدلی. په تېرو څو ورځو کې هم ورته پېښې رامنځته شوې چې په پایله کې یې هټیو، مارکېټونو او سرایونو ته مالي او خلکو ته ځاني زیانونه رسېدلي. له دولت غوښتنه کوو چې له زیانمنو شویو کسانو سره پوره همکاري وکړي.»

دا لومړې ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژیم عامه تاسیسات په نښه کوي بلکې تر دې مخکې یې هم په تورخم او نورو سیمو کې عامه تاسیسات او ملکي کورونه په نښه کړي دي.

د تورخم اوسېدونکي وايي، تېره شپه ناوخته د پاکستان پوځي رژیم له لوري په ملکي اهدافو ډزې پیل شوې او تر سهاره یې ادامه لرله.

دوی وايي، د پاکستان پوځي رژیم ځواکونه د دې په ځای چې له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي، ملکي افغانان او عامه تاسیسات په نښه کوي.

د تورخم اوسېدونکی خبیب الله وايي:« په جګړې کې لغمان مارکېټ لګېدلی او خلکو ته سلګونه میلیونه افغانۍ زیان رسېدلی.»

د تورخم اوسېدونکی حنیف وايي: « په دې مارکېټ د پاکستان ګولۍ راپرېوته او اور یې واخست. هرڅه وسوځېدل او خلکو ته ډېر زیات زیان ورسېد.»

له بلې خوا، د تورخم ښاروال مولوي عبدالله مصطفی وايي، د اطفایې څلور اور وژونکو موټرو، د ښاروالۍ ټانکرونه او عام ولس له څو ساعتونو  سخت کار وروسته اور مهار کړی او د لا ډېرې پراختیا مخه یې نیولې.

د تورخم مارکېټ داران او هټۍ وال وېره لري چې که جګړه ادامه ولري، ښايي نور مارکېټونه او ملکیتونه هم د اور خوراک شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist